Apr 11, 2021 15:48 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا نوې شمېرنه

د ايران د روغتيا د ادارې وياندې وويل: په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څه د دوه سوه اته پنځوس تنو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر 64 زره 490 تنو ته رسېدلےدے.

مېرمن سيما سادات لاري نن په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته شويوکسانود وروستيو شمېرنو په باره کښې وويل: د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې يويشت زره درې شپېتۀ نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې له هغو دوه زره ۷۸۰ کسان په روغتونونو کښې داخل کړې شوي دي.

مېرمن لاري د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر  دوه ميلين اويا زره  يو سل يو څلوېښت تنو ته رسېدلے دے زياته کړه: تر اوسه يو ميلين اوه لکه لس زره او نهه سوه څلور اويا تنه ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

په ټوله نړۍ کښې تر اوسه په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر ۱۳۶ ميلين تنو نه اوړېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه دوه ميلين نهه لکه څلوېښت زره مړه شوي دي.

 

ټیګونه