Apr 12, 2021 12:20 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم غواړي له ایران څخه انتقام واخلي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل صهیونیسټ رژیم غواړي د ظالمانه بندیزونو د لغو کیدا په لاره کښې د ایران د بریالیتوبونو غچ واخلي خو د ایران اسلامي جمهوریت به تل ابیب ته د دغه کار اجازه ورنکړي .

جواد ظریف نن د ایران د اسلامي شورا د خارجي سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون په غونډه کښې د نطنز په اټومي مرکز کښې د پرون ورځې پیښې ته په اشارې سره په دغو حساسو شرایطو کښې د اټومي ساینس پوهانو او د اټومي مرکزونو د مناسب حفاظت او ساتنې پر ضرورت ټینګار وکړ .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې سره چې د صهیونیسټ رژیم سیاسي او پوځي چارواکو په صراحت سره ویلي وو چې د ظالمانه بایکاټونو په ختمیدا کښې د پرمختګ اجازه به ورنکړي او اوس داسې تصور کوي خپل هدف ته رسیږي وویل صهیونیسټ رژیم به  خپل ځواب د ایران په اټومي پروګرامونو کښې په ډیرو پرمختګګونو سره  ترلاسه کړي .

جواد ظریف وویل د ایران د نطنز اټومي مرکز به له تیر وخت څخه زیات په پرمختللیو سنټري فیوژونو سره جوړ شي او که چیرې صهیونیسټ رژیم  فکر کوي په خبرو کښې زمونږ دریځ کمزوری شوی دی د اسرائیلو دغه ناوړه کار به په خبرو کښې زمونږ دریځ لا پسې پیاوړی کړي او د خبرو اترو لوري باید پوه شي که چیرې تراوسه پورې د یورانیمو د پخولو په تاسیساتو سره د لومړي نسل له سانټري فیوژونو سره مخ وو خو اوس د نطنز اټومي مرکز د څو برابره یورانیمو د پخولو د توان په لرلو سره له پرمختللیو سانټري فیوژونو ډک کیدلی شي .

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي وویل پرون سهار د ایران د نطنز د شهید احمدي روشن د یورانیمو د پخولو په مرکز کښې د بریښنا د چینل په یوې(۱) برخې کښې یوه(۱) پیښه رامینځته شوي ده .

کمالوندي وویل د پیښې په علت غور روان دی او بشپړه اطلاعات به وورسته اعلان شي .

 

ټیګونه