Apr 13, 2021 05:51 Asia/Kabul
  • د ایټمي تاسیساتو هدف ګرځول جنګي جنایت دی

د ایران خارجه وزیر د ملګرو ملتو سرمنشي ته په یو لیک کښې د ایټمي ترهګرۍ او د نطنز د غني سازۍ په مرکز کښې د خرابکارۍ په هکله ولیکل: ترڅارنې لاندې یو ایټمي مرکز او تاسیساتو په نښه کول جنګي جنایت دی.

د ایران خارجه وزیر د ملګرو ملتو سرمنشي ته په یو لیک کښې د ایټمي ترهګرۍ او د نطنز د غني سازۍ په مرکز کښې د خرابکارۍ په هکله ولیکل: ترڅارنې لاندې یو ایټمي مرکز او تاسیساتو په نښه کول جنګي جنایت دی.

محمد جواد ظریف په لړ ټویټونو کښې انتونیو ګوترش ته د لیک لیږلو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: د ملګرو ملتو سرمنشي ته مې ولیکل چې په عمدي توګه د څارنې لاندې ایټمي تاسیساتو په نښه کول چې د راډیو اکټیو موادو د سراسري او بې هدفه لیک کیدو خطر لري، یوه ایټمي ترهګري او جنګي جنایت دی.

هغه په دوام کښې لیکلي: اسرائیلو د امریکې له ولسمشریزو انتخاباتو وروسته د ایټمي موافقې د بیا بحالیدو د مخیني لپاره د اقدام په لړ کښې ګواښ کړی و او اوس یې څرګندوي.

هغه زیاته کړه: که متحده ایالتونه د دې احمقانه جوارۍ د پایلو د مخنیوي غوښتونکي وي نو باید له اقتصادي ترهګرۍ چې د ټرمپ له خوا اجرا شوه یا د مذاکراتي اړم په توګه له وروستۍ ایټمي ترهګرۍ لاس واخلي او ټول لګیدلي بندیزونه او د ایټمي موافقې د اجرا کیدو له وخته په بدلو نومونو دوباره لګیدلي بندیزونه دې ختم کړي.

د ویلو ده چې تیره یکشنه د نطنز د یورانیمو د بډایه کونې د تاسیساتو د بریښنا په شبکې کښې یوه ترهګره پیښه رامینځته شوې وه. د نطنز په ایټمي تاسیساتو باندې له دې مخکښې هم د امریکې او اسرائیلو ګډې سایبري حملې شوې دي.

 

ټیګونه