Apr 13, 2021 06:13 Asia/Kabul
  • ایران د خپلو اتو چارواکو د بایکاټولو په لړ کښې د اروپايي اتحادیې اقدام وغنده

د ایران د خارجه وزارت ویاند د اروپايي اتحادیې د بشري حقوقو د بندیزونو په لړلیک کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د یوشمیر چارواکو او ارګانونو د نومونو د شاملولو په لړ کښې د غې اتحادیې د اقدام په هکله وویل چې ایران دغه کار په کلکه غندي او هغه بې اعتباره ګڼي.

سعید خطیب زاده زیاته کړه: بې شکه چې د بشري حقوقو د دروغجنو مدعیانو له خوا دا ډول اقدامات چې په سیاسي انګیزو سره یې نه یوازې د امریکې د غیرقانوني او بشري ضده بندیزونو لاندې د ایران د خلکو د حقوقو د خلاف ورزۍ په وړاندې خوله ګنډلې او یوازې د خواشینۍ په څرګندولو یې بسنه کړې ده بلکې ورسره یې ملګرتیا وکړه، مردود دي او د بشري حقوقو په شان له لوړو مفاهیمو څخه د ناوړه استفادې کونکو د لازیاتې بې عزتۍ سبب دي.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت د اروپايي اتحاديې د دې اقدام په غبرګون کښې له اروپايي اتحادیې سره هغه جامع خبرې اترې چې په کښې د بشري حقوقو په اړه مذاکرات او د دغو خبرواترو په نتیجه کښې رامینځته شوې ټولې ملګرتیاوې په تیره بیا د ترهګرۍ، نشه ایزو موادو او کډوالو په لړ کښې همکارۍ ځنډوي.

سعید خطیب زاده وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د اروپايي اتحادیې د اقدام په غبرګون کښې په متقابلو بندیزونو غور کوي.

یاده دې وي چې اروپايي اتحادیې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران اته چارواکي او درې ارګانونه د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په پلمه د خپلو بندیزونو په لړلیک کښې شامل کړل.

ټیګونه