Apr 14, 2021 14:36 Asia/Kabul
  • د ایران په ایټمي تاسیساتو کې د ورانکارۍ په باب د IAEA منفعلانه چپتیا

د ایران د نطنز  د ایټمي تاسیساتو په ضد د صهیونیسټ رژيم  په بیا ورانکارې حملې  او د هغو د بریښنا سسټم ته په تاوان رسولو سره چې   په نتیجې کې ئې چاودنه هم شوې،دا پوښتنه او جدي  غوښتنه  مطرح ده چې  ولې آژانس او مشر ئې په دې زمینې کې له هر ډول دریځ غوره کولو ډډه کوي؟

د اپریل  په یولسمه نیټه  د ایران د نطنز ایټمي تاسیساتو په ضد ورانکاره حمله چې  اسرائيل ئې مسئول پيژندل شوي دي،یو ځل بیا ئې د هیوادونو دایټمي  موادو  او فعالیتونو  په زمینې کې د نړیوال څارونکي اورګان په توګه د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دغبرګون د ضرورت موضوع مطرح کړې ده .

د ایران نظنز ایټمي تاسیسات چې دیورانیمو پخولو سوله ایز فعالیتونه پکې ترسره کیږي ، دایران داسلامی جمهوریت یو هغه ایټمي کمپلیکس دی چې  دایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس تربشپړڅارنې لاندې دی .د صهیونیسټ رژيم رسندویو  نظنز دتاسیساتو د بریښنا غوڅیدا په پیښې کې خارپار  د اسرائيلو د حملې نتیجه ګڼلې او مدعي شوي چې  دغه اقدام ، دایران د ایټمي پروګرام سره د مقابلې یوه برخه ده .

 دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  له دغې حملې وروسته ،  د ملګروملتو سرمنشي ته په یوه لیک کې د ایران  په ایټمي تاسیساتو  د حملې په باب د صهیونیسټي رژيم  مخکینیو ګواښونو ته په اشارې سره  لیکلی دي ، دسیف ګارډز تر څارنې لاندې په  ایټمی تاسیساتو  قصدا حمله ،  د ریډیو ایکټیو موادو دبالقوه خوریدا په ډير رسک سره ، یو پټ ایټمي ترهه ګر  اقدام دی .

 په دنیا کې دایټمي  پروګرام په لرونکو هیوادونو کې،ایران یو هغه هیواد دی چې په کرتو پخپلو ایټمي تاسیساتو او مرکزونو باندې دحملې له ګواښ او یرغل سره مخامخ شوی دی .صهونیسټ رژيم چې پخپله  ستر  ایټمي سلاکوټ لري ،  تل  ئې دایران  له ایټمي توانمنیو سره پر مقابلې ټینګار کړی دی . په دې لړ کې  دایران دایټمي  انرژۍ د  ادارې مشر علی اکبر صالحي  دتیرې یکشنبې ورځې حملې ته په اشارې سره  له ایټمي ترهه ګرۍ سره د  ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  او نړیوالې ټولنې د چلند په ضرورت ټينګار کړی دی دی .

Image Caption

 

 اسرائيل د ایران دایټمي پوهانو دترور  لپاره پر دوامدارو هڅو سربیره ، چې  تر ټولو وروستی مورد ئې په ۲۰۲۰کال کې  ددفاعي اوایټمي پوهاندډاکټر فخري زادهترور ؤ .  په وروستیو کلونو کې  د ایران دایټمي تاسیساتو په ضد د ډول ډول سایبري او فیزیکي حملو پلانونې او اجرا کونې ته مخه کړې ده . په نطنز کې د ایران دایټمی تاسیساتو باندې د امریکا په ملګرتیا سره د صهیونیسټ رژيم  یوه تر ټولو مهمه سایبري حمله،له سټاکس نټ ویروس څخه په استفادې سره وه .څو کاله وروسته د ۲۰۲۰کال په جولائي کې په نطنز کې دسنټرفیوژونو د مونټیژ یا کارولو  په هال کې چاودنه  وشوه چې  د صهیونیسټ رژيم  رسندویو  حتی کارپيژاندو پکې د دوي په لاس درلودلو اعتراف وکړ . 

Image Caption

 

په هماغه وخت کې  په ویانا کې  په دیره نړیوالو اورګانونو کې  د ایران سفیر اودایمي استازي کاظم غریب آبادي  ، د ایټمي انرژۍ  دنړیوال آژآنس  دواکمنې شورا په فصلي ناستې کې پخپلې وینا کې  دغه چاودنه  د ورانکارۍ نتیجه بللې  او  غوښتنه ئې کړې وه چې  دغه بدغواړي  اقدامات دې د آژانس او د غړو په وسیله  دې په سخته محکوم شي . په عین حال کې  د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس او  د آ ژانس  مشر رافایل  ګروسي ، د ورانکارۍ ددغې حملې  له هرډول محکومولو ډډه  وکړه . دا په داسې حال کې دي چې د کاظم غریب آبادي په وینا، د آژانس  دعمومي کنفرانس په مختلفو پریکړه لیکونو کې  ټينګار شوی دی ،   سوله ایزو موخو ته په بیل شوو او دسیف ګارډز تر څارنې لاندې  دایټمي تاسیساتو په ضد  هرډول  ګواښ او حمله ،  دملګروملتو دمنشور د ا صولو ، دنړیوالو حقوقو او د آژانس د  اساسنامې خلاف ورزي ګڼل کیږي .::: دهغه اشاره   دې موضوع ته ده چې  د نړیوالو حقوقو له پلوه  او  دایټمي تاسیساتو  دخوندي ساتلو په زمینې کې د ضروري نړیوالو سندونو په استناد او دغه راز  ، د غړو هیوادونو په ایټمي تاسیساتو کې د ورانکارۍ  د ممنوعیّت  په باب د آژانس د پریکړه لیکونو او د ملګروملتو د اصولو او  زور ته د نه مخه کولو  داصل پشمول د  منشور دقواعدو له نظره ،  د هیوادونو په ایټمي تاسیساتو حمله منع ده .

Image Caption

 

 اوس د ایران د نطنز  د ایټمي تاسیساتو په ضد د صهیونیسټ رژيم  په بیا ورانکارې حملې  او د هغو د بریښنا سسټم ته په تاوان رسولو سره چې   په نتیجې کې ئې چاودنه هم شوې،دا پوښتنه او جدي  غوښتنه  مطرح ده چې  ولې آژانس او مشر ئې په دې زمینې کې له هر ډول دریځ غوره کولو ډډه کوي؟ په داسې حال کې چې  دوي ښه پوهیږي،چې دغه ورانکارې حملې د آژانس دمقرراتو او قوانینو  په خلاف او هم د نړیوالو قوانینو  ښکاره خلاف ورزي ده . دا موضوع ښئ  چې د آ ژآنس او د هغه  دمشر د بې پلوه کړچار په باب د رافایل ګروسي  د ادعا په اپوټه،البته د صهیونیسټ رژيم د دغه ډول غیر قانوني اقداماتو په وړاندې  دوي ، منفعلانه  او شکمنه  چُپتیا غوره کوي .

 

ټیګونه