Apr 14, 2021 15:12 Asia/Kabul
  • ایران او روسیه د اړیکو پیاوړي کولو ته هوډمن دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر د روسیې له خارجه وزیر سره په کتنې کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لیک ته د روسیې د ولسمشر ځواب ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو د لوړرتبه مشرانو اراده د دوه اړخیزه اړیکو پیاوړي کول وبلله .

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په تهران کښې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په کتنې کښې وویل په امریکا کښې د حکومت بدلیدل د دوه اړخیزه اړیکو په هراړخیزه پراختیا کښې د روسیې او د ایران په فیصلو او کړچار باندې هیڅ اغیز نلري .

د ایران د اسلامي شورا مشر قالیباف وویل د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لیک ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځواب د دې ښودنه کوله چې د دواړو هیوادونو لوړتبه مشران د اړیکو د پراختیا په هکله یوشان نظر لري .

هغه وویل د اټومي تړون چوکاټ باید وساتو خو امریکا هم باید په دغه تړون کښې په خپلو ژمنو عمل وکړي نو بیا به ایران په کامل ډول د بایکاټونو ختمول امتحان کړي .

د ایران د پارلمان مشر وویل دا د ایران د اسلامي جموریت روښانه او پریکنده دریځ دی .

هغه د ایران د نطنز په اټومي مرکز کښې د صهیونیسټ رژیم ورانکارۍ ته په اشارې سره ټینګار وکړ ټول هیوادونه باید دغه پیښه وغندي په تیره بیا څلوره جمع یوه ډله هیوادونه په دې زمینه کښې روښانه او شفاف دریځ غوره کړي خو ایران دغو پیښو ته د ځواب د ورکولو لپاره خپل حق خوندي ګڼي .

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف هم ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لیک ته په اشارې سره وویل په دغه لیک کښې د ماسکو او د تهران ترمینځ د موافقې د لاسلیک کیدا ملاتړ وشو .

هغه وویل په اټومي تړون کښې خپلو ژمنو ته له کوم قید او شرط پرته په کامل ډول د امریکا ورستنیدل او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک اجرا کول ضروري دي .

لاوروف وویل مونږ د امریکا د یواړخیز پالنې مخالف یوو .

 

ټیګونه