Apr 15, 2021 05:17 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ایټمي موافقې په زمینې کې د ایران سیاست مشخص دی

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  فرمائيلي دي ،د امریکایانو زیاتره وړاندیزونه  کبرجن او له سپکاویو ډک دي  او حتی د لیدو قابل هم نه دي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ، بندیزونو او خبرواترو اترو سره  داړونده مسئلو په باب   فرمائيلي دي ،  د نړیوالې ایتمي موافقې  او بندیزونو  په باب مو د هیواد سیاست  اعلان کړی او له لوړپوړو چارواکو سره   مو په غونډو او  مکتوب په بڼه  هم دوي ته بیان کړی دی ، د هیواد دسیاست په اساس معلومه ده چې  باید څه کار وکړائ شي .

 حضرت آيت ا.... العظمی سید علی خامنه اي پرون ناوخته  له قرآن کریم سره  د ا نس په نوراني دستورو کې  چې د ویډیوئي کنفرانس  له لارې  دتهران  په امام خمینی عیدګاه کې   د محدودو  قرآني  فعالانو  په شتون سره ترسره شوي ،  فرمائيلي دي ؛د هیواد د مسئولانو تشخیص دا دی چې  خبرې اترې دې وکړي څو همدغه سیاست اعمال کړي  چې په دې زمینې کې  هیڅ بحث نه لرو ،  البته باید خیال وشي ، چې  خبرې اترې اوږدې او ورستې نه شي ، ځکه چې دهیواد په تاوان دي .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښ،د  پر خبرواترو ټينګار څخه  د امریکایانو  موخه  د چټي او باطلو  ټکو  دتپلو لپاره  هڅه بللې او فرمائيلي ئې دي ؛په دې باب د اسلامی جمهوری نظام منطق چې  اول باید امریکا بندیزونه ختم کړي ، ځکه  پر دوي هیڅ اعتماد نشته او مخکې ئې هم په کرتو  دخپلو ژمنتیاؤ خلاف ورزي کړې ده ، په دې ډول ده چې  حتی ځيني اروپائي مرکچیان هم مني  او په خصوصي ناستو کې  تصدیق کوي ، که څه هم ،  په فیصلو کې  امریکائي چارواکو ته تسلیمیږي  او  له خپلې خوا هیڅ خپلواکي نه لري .

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  فرمائيلي دي ،د امریکایانو زیاتره وړاندیزونه  کبرجن او له سپکاویو ډک دي  او حتی د لیدو قابل هم نه دي .

 دوي همداراز  په پاي کې هیله ښودلې  چې  د هیواد مسئولان  دې په پرانیستو سترګو اوځيرتیا ، قدرت  او په خداي په توکل سره پر مخ لاړ شي  او  په الهي توفیق سره دې  ملت خوشال  کړي .

 

 

ټیګونه