Apr 15, 2021 12:24 Asia/Kabul
  • د ایټمي مذاکراتو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر نظریه

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې د ایټمي موافقې (برجام) په هکله د ایران سیاست معلوم دی او مسئولان دې خیال وساتي چې مذاکرات اوږده او ستومانه کونکي نه شي ځکه چې د هیواد لپاره تاوان لري.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې د ایټمي موافقې (برجام) په هکله د ایران سیاست معلوم دی او مسئولان دې خیال وساتي چې مذاکرات اوږده او ستومانه کونکي نه شي ځکه چې د هیواد لپاره تاوان لري.

حضرت آیت اللہ العظمی سید علي خامنه اي پرون مازیګر له قرآن کریم سره د مینې په نوراني دستورو کښې، په ایټمي موافقې، بندیزونو او د ویانا په مذاکراتو پورې اړوندو مسائلو په هکله څرګنده کړه: په مذاکرې باندې له ټینګار څخه د امریکانو هدف د یوې باطلې خبرې د تپلو هڅه ده.

د ایټمي موافقې د راژوندې کولو په موخه د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د ایټمي خبرواترو نوې پړاؤ تقریباً له لس ورځې مخکښې نه په ویانا کښې پیل شوی دی څو د امریکې د بندیزونو د اغیزناکې لغو کونې او بیا یې د ازمایلو لپاره یوه لاره پیدا شي.

د ویانا د مذاکراتو په دې پړاؤ کښې د ایران منطق او سیاست دا دی چې امریکا په وړومبي ګام کښې بندیزونه اوچت کړي ځکه چې د برجام تجربې وښودله چې په امریکا باندې هیڅ باور نشته او دغه هیواد له ایټمي موافقې په وتلو سره خپله ژمنه ماته کړې ده.

له برجام موافقې د امریکې له وتلو وروسته اروپايي لوري هم ونه توانیدل چې خپلې برجامي ژمنې پوره کړي او عملاً یې د امریکې د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لاره تګ وکړ. اروپایانو د اعلان کړي سیاست په چوکاټ کښې د امریکې په وعده خلافۍ اعتراف وکړ خو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وینا، اروپایان په فیصلو کښې امریکایانو ته تسلیم دي او خپلواکي نه لري.

د امریکې د حکومت په بدلیدو او د بایډن په واکمنیدو سره د خبرواترو او ډیپلماسۍ له لارې د ایټمي موافقې د راژوندې کولو هلې ځلې بیا پيل شوې او بلآخره په ویانا کښې ایټمي مذاکرات شروع شول.

د برجام د راژوندي کولو لپاره د ایران پریکنده سیاست د بندیزونو اغیزناکه لغوه کیدل او بیا یې په عملي توګه ازمایل دي او ایران له دې کړنلارې بهر هر ډول طرح او وړاندیز نه تاییدوي او د تهران استازي یوازې د مذاکرې لباره تهران ته نه دي تللې. د ایټمي موافقې په وړاندې د بایډن د حکومت کړچار تراوسه هم هغه د ټرمپ د حکومت کړنلاره ده او په هم دې وجه د اسلامي انقلاب معظم رهبر د مذاکراتو د اوږدیدو په هکله خبردارې ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي هم پرون وویل: هر څومره چې مذاکرات اوږده شي دومره د ایران په ولس باندې د بندیزونو دباؤ زیاتیږي، حال دا چې د امریکې نوي حکومت ویلي وو چې د زیات نه زیات دباؤ سیاست ماتې خوړلې ده او دغه سیاست نه مني خو په عمل کښې یې د بندیزونو په برقرار ساتلو سره هم هغه د ټرمپ د حکومت لاره خپله کړې ده.

د زیات نه زیات دباؤ د سیاست ماتې ثابته کړه چې دباؤ، ګواښ او ورانکارې اقدام، د مذاکراتو په میز باندې له ایرانه امتیاز نه شي تروړلې بلکې د ایټمي موافقې د راژوندۍ کولو یوازنۍ اغیزناکه لاره د بندیزونو ختمول دي. ایران په ایټمي صنعت کښې یوې ډاډمنې مرحلې ته رسیدلې دی او د نطنز په ایټمي مرکز کښې د ورانکارۍ او ایټمي ترهګرۍ په ځواب کښې، په دغو ایټمي تاسیساتو کښې تر ۶۰ فیصدو د یورانیمو د بډایه کولو د بهیر پیلیدو وښودله چې ایران له ګواښونو او دړکو نه ویریږي او په پوره قدرت سره به خپل صلحه ایز ایټمي فعالیتونه جاري وساتي.

لکه څنګه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ټینګار کړی دی، په نطنز کښې د ایټمي ترهګرۍ خطرناکه څرخه یوازې د ټرمپ د حکومت د اقتصادي ترهګرۍ په ختمولو سره کنټرولیږي. په داشان حالاتو کښې د بایډن حکومت یوازې د بندیزونو په اوچتولو او د امریکې کړو ژمنو ته په راستنیدو سره، ایټمي موافقې ته راګرځیدې شي او که داسې ونه کړي نو په ویانا کښې د مذاکراتو فرصت، نامحدود نه دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

 

 

ټیګونه