Apr 16, 2021 07:43 Asia/Kabul
  • له روسیې څخه د ۶۰ میلیون ډوز واکسن د اخیستو تړون فاینل شو

په روسیې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل چې له روسیې سره د (سپوتنیک وي) واکسن د ۶۰ میلیون ډوزو د اخیستو تړون فاینل شوی دی

په روسیې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل چې له روسیې سره د (سپوتنیک وي) واکسن د ۶۰ میلیون ډوزو د اخیستو تړون فاینل شوی دی

کاظم جلالي پرون ایرنا ته په مرکه کښې وویل: د ایران د روغتیا وزارت په ملاتړ سره د روسیې د نیغ په نیغه پانګونو له صندوق سره له کوټلو خبرواترو وروسته د ۶۰ میلیون ډوز واکسنو د اخیستو تړون فاینل او لاسلیک شو.

جلالي زیاته کړه: د دغه تړون له مخې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي له میاشتې واخلې تر لیندۍ میاشتې پورې به دغه ۶۰ میلیون ډوزه واکسن ایران ته راولیږل شي.

هغه هم داشان وویل چې تراوسه دوو ایراني شرکتونو هم په ایران کښې دننه د واکسن د ګډ تولید لپاره له روسي لوري سره تړون کړی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه د کرونا واکسن د تامینولو لپاره له چین، هندوستان او روسیې او هم داشان د کوواکس نړیوال پروګرام څخه واکسن اخیستي دي.

له دې نه علاوه ایراني پوهانو هم د کرونا د څو ډوله واکسن د جوړولو او تولیدولو کار پیل کړی دی.

 

ټیګونه