Apr 16, 2021 12:56 Asia/Kabul
  • په ويانا کښې د ايراني پلاوي او څلور جمع يو ډلې صلاح مشورې روانې دي

په ويانا کښې د ايراني پلاوي او څلور جمع يو ډلې (جرمني، فرانسې، برطانيې، چين ، روسيې) او اروپائي اتحاديې صلاح مشورې روانې دي او ټاکل شوې ده د لورو ترمېنځ په مختلفو سطحو کښې فني خبرې اترې په يو اړخيز او څو اړخيز صورت کښې دوام پېدا کړي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د برجام د ايټمي موافقې د ګډ کمېشن له پرونۍ غونډې وروسته وټاکل شوه چې د بائيکاټونو د ختمېدو او ايټمي مسائلو په دوو زمينو کښې فني خبرې اترې د کارپېژندنې په غونډو کښې دوام ومومي.

د کارپېژندنې د دغو دوو ډلو د غونډو نتيجې به ګډ کمېشن ته اعلان شي.

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال او د ايراني مذاکراتي ټيم مشر سيد عباس عراقچي د تېرې نهې له ورځې راهسې د چين او روسيې د پلاو له مشرانو او د اروپائي اتحاديې د بهرني اقدام د سروس له مرستيال مشر انريکه مورا سره خبرې اترې کړې دي.

 

ټیګونه