Apr 16, 2021 13:51 Asia/Kabul
  • د فوځ او سپاه يووالي د دښمنانو آرزوګانې باطلې کړې

د ايران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ او د سپاه پاسدارانو وحدت او يووالے د دښمنانو د آرزوګانو د باطلېدو سبب وبلۀ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل حسېن سلامي نن د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ عمومي قوماندان جنرل عبدالرحيم موسوي ته  د فوځ د ورځې د مبارکۍ په يو پېغام کښې د اوري د مياشتې نهويشتمه نېټه يوم ا... او ايران د نظام او ملت لپاره د يوانقلابي او مکتبي دفاعي قوت د ظهور ورځ وبلله او تاکيد يې وکړ د فوځ او سپاه وحدت او يووالي د دښمنانو آرزوګانې باطلې کړې.

جنرل سلامي زياته کړه، د هېواد د وروستيو درې  څلوېښتو کلونو تاريخ د هغو برمناکو او له وياړه د ډکو ډګرونو او شېبوياد راوړونکے دے چې په تندي يې د قدرمن فوځ مبارک نوم او د فداکارو او مېړنو فوځيانو حماسي او ټاکونکې رول لوبونې ځليږي او د هغه په سيوري کښې په کردستان او بيا د  ايران د اسلامي انقلاب او ملت په خلاف د صدام په اته کلن نړيوال جنګ کښې د انقلاب له نورو مدافع ځواکونو سره يو ځاے له انقلاب ضدو او د نړيوال استکبار له ګوډاګيانو سره پرېکنده مقابله ځانګړې، معناداره او په خاصه توګه د دې خاورې د پليدو او سرسختو دښمنانو لپاره درس لرونکې ده.په 1358 هجري نمريز کال کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ستر بنسټ اېښودونکي امام خميني (رح) په تاريخي او ژوند بخښونکي پېغام سره د ايران فوځ بيا وزېږېد او د اوري د مياشتې نهويشتمه د ايران په تاريخ کښې د اسلامي جمهوريت د فوځ د ورځې په نوم ونومولې شوه.

 

ټیګونه