Apr 18, 2021 15:14 Asia/Kabul
  • په ایران کې نور ۴۰۵کسان د کروناویروس قرباني شول

میرمن سیماسادات لاري وئیلي په تیرو ۲۴ساعتونو کې له بده مرغه په کرونا ککړو ۴۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه وکړی، چې له دوي سره تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر شپږ شپیته زره اووه سوه دوه دیرشو تنو ته زیات شوی دی .

زمونږ خبریال راپور راکړ د  ایران دروغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري  نن په هیواد کې په کرونا دککړوکسانو داحصایو په اعلانولو سره  وئيلي دي ، په تیرو شواروز کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس ، یویشت زره ۶۴۴ ککړ کسان پيژندل شوي ، چې له دوي درې زره ۹۲ کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .

  میرمن سیماسادات لاري وئیلي په تیرو ۲۴ساعتونو کې له بده مرغه  په کرونا ککړو ۴۰۵ کسانو  خپل ژوند له لاسه وکړی، چې له دوي سره تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  شپږ شپیته زره اووه سوه دوه دیرشو تنو ته زیات شوی دی .

د هیوادونود رسمي احصایو په اساس کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ تر دې دمه په نړۍ کې  څه دپاسه یوسل  یوڅلویښت میلیون کسان  ککړ کړي  او څه دپاسه درې میلیون کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . 

 

ټیګونه