تازه خبرونه

  • د افغانستان اجرایي مشر  عبدالله یو بل والي هم وټاکه

    د افغانستان اجرایي مشر عبدالله یو بل والي هم وټاکه

    Feb 24, 2020 05:56

    زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو جوړولو ته د یوه () حکم له لارې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی.

  • د عربستان الوتکې به د تیري کولو جرات ونلري

    د عربستان الوتکې به د تیري کولو جرات ونلري

    Feb 24, 2020 05:31

    العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي وویل د پوځ او د ولسي کمیټیو د هوايي دافع هوا قدرت په زیاتیدا سره به د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په راتلونکي کښې په یمن د هوايي حملې جرات ونلري .

  • اروپايي اتحادیه یوازې خبرې کوي او عملي کار نه کوي

    اروپايي اتحادیه یوازې خبرې کوي او عملي کار نه کوي

    Feb 24, 2020 05:16

    ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني بیګا په تهران کښې د اسټریا هیواد له خارجه وزیر الکسانډر شالنبرګ (Alexander Schallenberg,) سره په کتنې کښې د اټومي تړون په وړاندې د اروپايي هیوادونو په دریځ نیوکې سره وویل اروپايي اتحادیه یو(۱) کال کیږي چې د اټومي تړون په هکله یوازې خبرې کوي .

  • د سوریې عسکرو له ترهګرو دوه کلي ازاد کړي دي

    د سوریې عسکرو له ترهګرو دوه کلي ازاد کړي دي

    Feb 24, 2020 05:02

    تسنیم خبري اژانس وايي د سوریې پوځ پرون د ادلب ولایت په جنوب کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې بریالی شو د ترهګرو له نیواک څخه شیخ دامس(Sheikh Dames) او حنتوتین (Hantoteen) کلي ازاد کړي .

  • ایران د کورونا وایروس د معلومولو دستګاوې جوړې کړې

    ایران د کورونا وایروس د معلومولو دستګاوې جوړې کړې

    Feb 24, 2020 04:44

    فارس خبري اژانس وايي د کورونا وایروس د معلومولو لپاره د ایران لومړنی کیټ (Kit ) د هیواد د متخصصانو او د سائینس پوهانو لخوا تولید شو .

  • کورونا وایروس د چین ترټولو ستر کړکیچ دی

    کورونا وایروس د چین ترټولو ستر کړکیچ دی

    Feb 24, 2020 04:41

    ایرنا خبري اژانس وايي د چین ولسمشر شي جین پینګ پرون د هیواد د لوړرتبه چارواکو او مشرانو په غونډې کښې په وینا کښې کورونا وایروس یو (۱) کړکیچ او په عین حال کښې د چین لپاره یو (۱)ازمیښت وباله او ویې زیاته یې کړه دا د پیکینګ لپاره ستره تجربه وه چې په راتلونکي کښې له دا ډول مشکلاتو او کړکیچونو سره د مقابلې لپاره چمتو ووسي .

  • د ایران خلکو په انتخاباتو کښې پراخ ګډون کړی

    د ایران خلکو په انتخاباتو کښې پراخ ګډون کړی

    Feb 24, 2020 04:30

    زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه دوه څلویښت(۴۲) اعشاریه اوه پنځوس(۵۷) فیصده اعلان کړه .

  • کورونا وایروس  افغانستان ته هم رسیدلی

    کورونا وایروس افغانستان ته هم رسیدلی

    Feb 24, 2020 04:14

    زمونږ خبریال وايي د افغانستان په هرات کښې په کورونا وایروس ککړ درې (۳) شکمن کسان وپیژندل شول .

  • وسله والو مخالفينو په کندهار کې پر امنیتي سرتېرو دوه ځایه بريدونه کړي

    وسله والو مخالفينو په کندهار کې پر امنیتي سرتېرو دوه ځایه بريدونه کړي

    Feb 23, 2020 17:32

    د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د تاوتریخوالي کمولو پر اعلان سربېره په کندهار کې پر امنیتي ځواکونو دوه ځلې بريدونه شوي دي.