May 12, 2021 06:07 Asia/Kabul
  • اسرائيلو بيا په  غزې حمله وکړه

صهيونېسټ رژيم نن سحر يو ځل بيا په غزې حمله وکړه.

قدس خبري آژانس رپوټ ورکړ، د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکې د غزې د تړانګې په شمال کښې په بيت لاهيا سيمه باندې د بمبارۍ په حال کښې دي.

الجزيره خبري چېنل هم اعلان وکړ، د صهيونېسټ رژيم جنګي کيشتيو هم د غزې غاړې د خپلو حملو هدف ګرځولي دي.

تر اوسه د دغو حملو د سر او مال تاوانونو رپوټ نه دے ترلاسه شوے.

د غزې په تړانګې د صهيونېسټ رژيم د حملو په نوي پړاو کښې چې له تېر ګل ورځې نه تر اوسه دوام لري د رارسېدلو رپوټونوله مخې د لسو ماشومانو په شمول لږ تر لږه اتويشت فلسطينيان شهيدان او له يو نيم سلو نه زيات هم ژوبل شوي دي.

 

ټیګونه