May 13, 2021 06:41 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره تیار یو

د حماس د سیاسي غورځنګ د دفتر مشر د عزالدین قسام د ډلګیو د ځینو قومندانانو د شهادت په غبرګون کې وویل: د صهیونیستانو په وړاندې د مقاومت اراده نه ماتېدونکې ده او له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره چمتووالي لري.

اسماعیل هنیه د حماس د غورځنګ مشر د شهید باسم عیسی څخه د یو زړه ور قومندان په توګه یادونه وکړه چي په دې لاره کې د شهادت لیاقت لرل او زیاته یې کړه: د فلسطیني مشرانو او اولادونو وینې ثابتوي چي غزه د قدس شریف ساتونکی او سپر دی.

هنیه ټینګار وکړ: له صهیونیستانو سره مبارزه په زور سره دوام لري او په غزه کې له فلسطیني وګړو څخه به دفاع ته دوام ورکړو.

هنیه وویل: هر ځلی چي د اسرائیلو له خوا د مقاومت یو قومندان په شهادت ورسیږي د هغه تر شا د زړه ورو یو لوی صف ولاړ دی چي د مقاومت لاري ته د فلسطین تر ازادی پوري دوام ورکوي.

شهید باسم ابوعماد د غزې د کنډک مشر وو چي د چهار شنبې په ورځ د خپلو ملګرو سره د اسرائیلو په بریدونو کې په شهادت ورسید.

 

 

ټیګونه