May 26, 2021 06:43 Asia/Kabul

 سید حسن نصر ا.... زیاته کړې ده ، په سیف القدس جنګ کې  تاریخي بدلون  دا ؤ چې  غزه د  غزې د دفاع لپاره نه ،بلکې  دقدس او دهغه  د اوسیدونکو  ددفاع لپاره   جنګ ته وارده شوه  چې په اوڅاره توګه وځلیده .

 ایرناخبری اژانس  راپور ورکړ ، دلبنا ند حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... بیګا  دلبنان دجنوب دآزادۍ دکلیزې په مناسبت د صهیونیسټي غاصب رژيم په وړاندې د فلسطین د مقاومت دبریالیتوب ،یعني د آزادۍ  او مقاومت دعید مبارکي وئیلي .

 حسن نصر ا... دغزې تړانګې په وروستیو شخړو کې  دصهیونیسټانو په وړاندې د فلسطین د مقاومت بریالیتوب ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ،  دفلسطین مقاومتي ډلې او  د دوي دپوځي څانګو قوماندانان  په وروستي جنګ کې دستورو په شان ځلیدلي دي .

 هغه په دوام کې ددې خبرې په کولوسره چې   هغه څه چې  غزې د سیف القدس  نومې  جنګ کې  وړاندې کړي، له اسرائيلي دښمن سره  دجنګ په تاریخ کې ځانګړي چاره اویو تاریخي ګام ؤ ، وئیلي دي ، دسیف القدس عملیات ، یوه داسې موضوع نړۍ ته وړاندې کړه  چې  صهیونیسټان  ئې باید درک کړي او پخپلو ارزونو دې بیا کتنه وکړي ا و پوهه دې شي ، چې په قدس  اوالاقصی جومات  کې تیري  له نورو هرډول تیریو سره چې  ئې کوي ،توپیر لري .

 سید حسن نصر ا.... زیاته کړې ده ، په سیف القدس جنګ کې  تاریخي بدلون  دا ؤ چې  غزه د  غزې د دفاع لپاره نه ،بلکې  دقدس او دهغه  د اوسیدونکو  ددفاع لپاره   جنګ ته وارده شوه  چې په اوڅاره توګه وځلیده .

 د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ عمومی منشي  پخپلې وینا کې همداراز  دلبنان اوفلسطین ، عربو هیوادونو  او د لبنان دجنوب دآزادولو په لاره کې د مقاومت دجبهې  شهیدان، په تیره بیا شهیدا قاسم سلیماني یاد کړ او وې وئيل ، مونږ دایران د اسلامی جمهوریت او دسورئې دحکومت  له مقاومته د پراخو ملاتړونو په خاطر قدرونه اومنننه کوو .

 سید حسن نصر ا...  ددې خبرې په کولو سره چې  د ۲۰۰۰کال دبریالیتوب نتیجې سټراټژيکې وې  زیاته کړې، په ۲۰۰۰کال کې  دلبنان د ملت او مقاومت بریالیتوب دوستانو،دښمنان او د فلسطین موضوع او د نښتو بهیر په مختلفو سټراټژيکو  لارو کې واقع کړي دي .

 

ټیګونه