Jun 21, 2021 04:55 Asia/Kabul

دغه بې پیلوټه جاسوسي الوتکه دمارب ولایت  په صرواح  ښار کې د المشجح   سیمې  په هوائي حریم  دتیري  او غلیمانه اقداماتو په حال کې وه چې نسکوره شوه  او ددغې الوتکې د  نسکوریدا  ویډیو ئې هم  په  المسیره ټيلیویژني چینل کې خپره کړې ده .

 فارس خبری اژانس راپور ورکړ،  دیمن دپوځ ویندوي یحیی سریع  پرون وئیلي وو ، ددغه  هیواد دفاعي سسټم  بریالی شوی ، د یمن دمارب ولایت په فضا کې د  امریکا سکین ایګل ډوله جاسوسي  الوتکه نسکوره کړي .

  جنرال یحیی سریع ددې خبرې په کولو سره چې  دغه بې پيلوټه جاسوسي الوتکه  له مځکې په هوا ویشتونکي توغندي سره  نسکوره شوي ، وئیلی دي ، دیمن مبارزان به  دیمن دهوائي حریم په ساتنې او  دتیریګرو له اقداماتو سره په مقابلې کې  پخپلې دندې دعمل لپاره هیڅ هڅه ونه سپموي .

  د هغه په وینا،  دغه بې پیلوټه جاسوسي الوتکه دمارب ولایت  په صرواح  ښار کې د المشجح   سیمې  په هوائي حریم  دتیري  او غلیمانه اقداماتو په حال کې وه چې نسکوره شوه  او ددغې الوتکې د  نسکوریدا  ویډیو ئې هم  په  المسیره ټيلیویژني چینل کې خپره کړې ده .

 

ټیګونه