Jul 12, 2021 15:55 Asia/Kabul
  • د عربستان او د متحده عربي اماراتو ترمینځ د اختلافاتو د زیاتیدا څلور نښې :-

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو چې په تیرو لسو (۱۰) کلونو کښې یې په سیمه ییزو سیاستونو کښې تقریبا یو شان او غږمله لاره کچ کړي ده همدا اوس په دوه اړخیزه اړیکو کښې د اختلافاتو د زیاتیدا کتونکي دي .

په عربي نړۍ کښې د ولسي اعتراضونو د پیلیدا له وخت راهسې متحده عربي اماراتو د سعودي عربستان له سیاستونو سره غږمله حرکت کړی دی .

د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان د غږملتیا دغه اوج د یمن پرضد جنګ کښې و او متحده عربي امارات د یمن پرضد جنګ کښې د سعودي عربستان  تر ټولو مهم اتحادي و .

په تیرو دوو (۲) کلونو کښې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو ترمینځ د اختلافاتو په هکله بیلابیلې نښې راڅرګندې شوي دي .

د اختلاف لومړی(۱) نښه په دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال کښې وه چې متحده عربي اماراتو د یمن له جنوب څخه د شاتګ کولو فیصله وکړه او خپل عسکر یې وباسل .

رویټرز خبري اژانس څه موده مخکې په یوې(۱) شننې کښې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو ترمینځ د اختلافاتو زیاتیدا ته په اشارې سره وویل په دوه زره نولسم (۲۰۱۹)میلادي کال کښې له عربستان څخه د متحده عربي اماراتو د لارې د جلا کیدا لومړۍ(۱) نښه په یمن کښې د متحده عربي اماراتو د پوځي شتون په ختمیدا سره وه .

متحده عربي اماراتو په دغه شاتګ کولو سره سعودي عربستان د یمن په ډیر لګښته جنګ کښې یوازې پریښود .

دغه راز متحده عربي امارات  د یمن  د ځواکونو یعني د یمن د جنوب د انتقالي شورا د ملاتړ کولو له لارې چې په یمن کښې د سعودي عربستان د ملاتړ وړ حکومت له چیلنج سره مخامخ کوي د ریاض لپاره سرخوږی جوړ شوی دی .

د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان د اختلافاتو بله نښه د قطر موضوع ته اړونده وه .

ال سعود د متحده عربي اماراتو ، د بحرین او د مصر د رضایت له ترلاسه کولو پرته له قطر سره د تاوتریخوالي د کمولو اقدام وکړ .

د عربو مشهور کارپيژاند  عبدالباري عطوان په دې هکله ولیکل متحده عربي امارات داسې احساسوي چې سعودي عربستان له قطر سره د تاوتریخوالي په هکله اماراتو ته دوکه ورکړي ده .

داسې ښکاري د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې د یمن له جنوب څخه د متحده عربي اماراتو د عسکرو په شاتګ خپه و او  له قطر سره د اړیکو د ژوندي کولو له لارې یې  د متحده عربي اماراتو اقدام ته ځواب ورکړ .

د متحده عربي اماراتو او د عربستان ترمینځ د اختلاف د زیاتیدا دریمه (۳) نښه له  اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو ته اړونده ده .

متحده عربي امارات د فارس خلیج سیمې لومړنی هیواد و چې د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کښې یې له اسرائیلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې .

د متحده عربي اماراتو اخیستون دا و چې سعودي عربستان به هم له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په لور حرکت وکړي .

حتی د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له پخواني خارجه وزیر  مایک پمپئو او د اسرائیلو له پخواني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د عربستان په «نئوم» سیمه کښې کتنې وکړې .

خو په دوام کښې سعودي عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په لور حرکت ونکړ او دغه چاره د متحده عربي اماراتو د خپګان سبب شوه .

د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان د اختلافاتو د زیاتیدا څلورمه (۴) نښه له تیرو دریو() نښو څخه لا پسې ښکاره د اوپیک پلس (opec plus) په غونډې کښې رامینځته شوه .

د تیلو د تولیدونکو هیوادونو موسسې اوپیک(opec) د دوو (۲) سترو تولیدونکو هیوادونو عربستان او اماراتو ترمینځ اختلاف د اوپیک پلس په نوم په وروستۍ غونډې کښې زیات شو او دواړو هیوادونو چې معمولا  خپل اختلافات په خپل مینځ کښې پټ ساتي دا خل خپل اختلافات په ټيلي ويژن باندې ښکاره کړل .

سعودي عربستان په خپل پلان چې د روسیې په شمول د اوپیک پلس د نورو غړیو هیوادونو د ملاتړ وړ دی ټینګار لري .

د دغه پلان پراساس د تیلو تولید باید په راتلونکو څو میاشت کښې زیات شي خو د تیلو د بازار د ثبات په هدف سره د تیلو د عرضې یعني د تیلو د وړاندې کولو د محدودیت موافقه باید د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲)میلادي کال تر پاې پورې تمدید شي .

دا په داسې حال کښې دي چې متحده عربي امارات له دغه پلان سره مخالف دی او د تیلو د تولید له شرط پرته د زیاتیدا غوښتونکی دی  .

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شاهزاده عبدالعزیز بن سلمان له بلومبرګ ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل متحده عربي امارات د اوپیک پلس د اتحاد په داخل کښې څنګ ته شوی دی .

هغه وویل د اوپیک پلس ټول غړي هیوادونه د یوه (۱) هیواد یعني اماراتو په مقابل کښې ولاړ وو چې زما لپاره د خپګان سبب وو خو دغه خبره حقیقت دی .

د سعودي عربستان د انرژۍ د  وزیر له څرګندونو لږ شان مخکې د متحده عربي اماراتو د انرژۍ وزیر سهیل المزروعي د موافقې د نیټې تمدیدل رد کړل او یوازې یې د لنډې مودې لپاره د تیلو د تولید د زیاتیدا ملاتړ کړی او په دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي کال کښې یې د خپل هیواد لپاره د شرایطو د ښه کیدا غوښتنه کړي وه .

مزروعي بلومبرګ ټیلي ويژن ته وویل متحده عربي امارات له شرط پرته د تیلو د تولید د زیاتیدا غوښتونکی دی او د تیلو بازار دغه خبره ایجابوي سره له دې د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي کال تر پاې پورې د موافقې د تمدیدا لپاره ضروري نه ده چې همدا اوس فیصله وشي .

 

ټیګونه