Jul 27, 2021 06:40 Asia/Kabul
  • د لبنان د نوې کابینې د جوړولو دنده نجیب میقاتي ته وسپارله شوه

د لبنان «التنمیه و التحریر» فراکسیون، نجیب میقاتي د دغه هیواد د کابینې د جوړولو د مامور ته معرفي کړ.

د لبنان «التنمیه و التحریر» فراکسیون، نجیب میقاتي د دغه هیواد د کابینې د جوړولو د مامور ته معرفي کړ.

النشري خبري سایټ رپورټ ورکړی چې د التنمیه و التحریر فراکسیون استازي انور خلیل پرون وویل: کابینه د اصلاحي بهیر د پیلیدو او د هغې غمیزه ناکې ړنګیدنې د مخنیوي کلي ده چې اقتصاد او ټولنیزو مسائلو ته ورپیښه ده.

هغه ټیګار وکړ، باید د لبنان د ولس غږ واوریدلې شي او د هغوي له کړاونو او اړتیاؤ سره غمرازي وشي او په هم دې وجه د پارلیمان مشر نبیه بِرّي د کابینې د جوړولو په لړ کښې د هر مثبت اقدام ملاتړ کوي.

دغه لبناني نماینده څرګنده کړه: میقاتي ته پکار دي چې زرترزره کابینه جوړه کړي او له میشل عون څخه یې هم وغوښتل چې د هغه مرسته او ملګرتیا وکړي.

په عین حال کښې د لبنان د حزب ا... د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید په هیواد کښې د کابینې د جوړیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: حزب ا... ته مهمه نه ده چې کوم کس د کابینې د جوړولو مسئول ګرځي، خو دا ورته مهم دي چې د خلکو په ګټه یوه کابینه جوړه شي نه د سیاستوالانو په ګټه.

د ویلو ده چې د لبنان له ولسمشر میشل عون سره د سعد الحریري له موافقې نه کیدو ورسووته الحریري د کابینې له جوړولو ډډه وکړه.

د لبنان سیاسي او اقتصادي حالات نن سبا ډیر کړکیچن دي.

 

ټیګونه