Jul 27, 2021 06:42 Asia/Kabul
  • د ۱۴ فلسطیني اسیرانو لوږتړ لاهم دوام لري

فلسطیني سرچینو د صهیونیسټي رژیم په جیلونو کښې د ۱۴ بیګناه فلسطیني اسیرانو د لوږتړ د دوام خبر ورکړی دی

فلسطیني سرچینو د صهیونیسټي رژیم په جیلونو کښې د ۱۴ بیګناه فلسطیني اسیرانو د لوږتړ د دوام خبر ورکړی دی

القدس العربي ورځپاڼې ولیکل چې فلسطیني سرچینو پرون رپورټ ورکړی، بې د جرم له ورپوهولو او په بیګناه توګه د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې بندیوانو ۱۴ اسیرانو چې د اعتراض په توګه یې لوږتړ کړی و، لاهم له خوراکه ډډه کوي او د جیل چارواکو ورڅخه ځیني انفرادي کوټنیو ته منتقل کړي دي.

دغه اسیران چې له صهیونیسټي رژیم سره (د تشو خیټو) جنګ یې پیل کړی دی، په النقب، ریمون، عوفر او مجدو نومې جیلونو کښې پراته دي.

د فلسطیني اسیرانو او پتیالانو د چارو کمیټې د صهیونیسټي رژيم سترې محکمې ته په یو لیک کښې د مجاهد حامد خلاف چې له تیرو څوارلسو ورځو یې لوږتړ کړی دی، د ادارې قید په حکم باندې خپل اعتراض اعلان کړ.

 

ټیګونه