Jul 30, 2021 05:08 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ او ولسي کمیټیو د عربستان برید په شا وتمبوه

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن پوځ او ولسي کمیټیو بیګا د یمن په لویدیځ باندې د سعودي عربستان د ګوډاګیانو حمله په شا تمبولي ده .

د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده ښار په جنوب کښې په الفازه سیمه کښې د سعودي عربستان ائتلاف ته د اړونده  ځواکونو حمله د ولسي کمیټیو او د پوځ لخوا ناکامه کړې شوه .

د یمن ځايي سرچینو د سعودي عربستان د ائتلاف د ځواکونو او د یمن د ولسي کمیټیو او د پوځ ترمینځ د دغه  جنګ احتمالي مرګ ژوبلو ته هیڅ اشاره نه ده کړي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو او د ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن پرضد پوځي تیریو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه بریدونو ته دوام ورکړی دی چې تراوسه څه د پاسه اولس زره (۱۷۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوي ، په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .

د سعودي عربستان پوځي تیریو او  حملو د یمن بې وزله هیواد د خوراکي موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .

 

ټیګونه