Jul 30, 2021 06:25 Asia/Kabul
  • امریکا په ماتي سره له عراقه وتلو ته مجبوروو

فارس خبري اژانس وايي د عراق کتائب حزب الله غورځنګ د یوې (۱) بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ د امریکا ترهګر پوځیان باید له عراقه ووځي .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د ورانکارو قدرتونو له هرډول سلطې سره په پریکنده مخالفت کښې د کتائب حزب الله غورځنګ اصولي دریځ د عراق د ملت په امکاناتو او وسونو باندې ثابت و او وي به .

دغه بیانیه وايي هر څومره چې دباونه او چیلنجونه زیات شي دغه مسله به د کتائب حزب الله لپاره هیڅ خنډ نشي .

په همدې ارتباط د عراق د حزب الله غونډو  امنیتي مسول ابو علي العسکري هم تیره میاشت ویلي وو چې په عراق کښې باید فرقه ايي جنګ پیل نشي ځکه چې له امریکا ، صهیونیسټ رژیم او سعودي عربستان پرته ټول به  په دغه جنګ کښې بایلونکي دي .

هغه وویل مقاومت وتوانید په څو جنګونو کښې  د امریکا په نیواکګرانو د عراق د خلکو اراده وروتپي .

 

ټیګونه