Aug 01, 2021 07:24 Asia/Kabul
  • امریکا اسرائیلو ته د وسلو په ورکولو سره له ترهګرۍ ملاتړ کوي

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ ویاند داوود شهاب وویل: د امریکې له خوا په وسلو باندې د صهیونیسټي رژيم سنبالول د سیمې په ناامنۍ کښې ګډون او له هغې ترهګرۍ ملاتړ دی چې تل ابیب یې کوي.

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ ویاند داوود شهاب وویل: د امریکې له خوا په وسلو باندې د صهیونیسټي رژيم سنبالول د سیمې په ناامنۍ کښې ګډون او له هغې ترهګرۍ ملاتړ دی چې تل ابیب یې کوي.

داوود شهاب څرګنده کړه: اسرائیل هغه رژيم دی چې د تشدد، قتل او توکمیز توپیر په بنیاد رامینځته شوی دی او امریکې او لویدیځ یې په دې لړ کښې ملاتړ وکړ.

هغه څرګنده کړه: امریکايي وسله هغه اوزار دی چې صهیونیسټي رژيم پرې د غزې، لویدیځې غاړې او قدس شریف ملکي وګړي او ماشومان وژني.

هغه ټنیګار وکړ، ترڅو چې د واشنګټن وسله وال ملاتړ دوام ولري تر هغې به په سیمه کښې امنیت او ثبات را نه شي.

د حماس ویاندوي حازم قاسم هم دې موضوع ته په غبرګون کښې وویل چې د امریکې دا پریکړه، د اسرائيلو نیواکګر رژیم زمونږ په ولس او مقدساتو باندې د تیري دوام ته هڅوي او د فلسطینیانو خلاف د دغه رژيم ترهګر اقدامات او هم یې زمونږ د ځمکه نیواک زیاتوي.

هغه ټینګار وکړ چې له صهیونیسټي رژيم څخه د امریکې دغه د وسلو او سیاسي او مالي ملاتړ امریکا د فلسطین د ولس خلاف د صهیونیسټي تیریو په شریک بدله کړې ده.

یاده دې وي چې د امریکې خارجه وزارت تیره جمعه له صهیونیسټي رژيم سره د ۳.۴ میلیارډ ډالرو په ارزښت د ۱۸ هیلي کوپټرو د خرڅون یو تړون لاسلیک کړ.

 

ټیګونه