Aug 03, 2021 05:47 Asia/Kabul
  • اسرائیل به هیڅکله په رسمیت ونه پیژنو

د پاکستان د سینیټ مشر د عربي پارلیمان له مشر سره په کتنه کښې ټینګار وکړ چې اسلام آباد د فسطیني ولس د حقوقو او د نیواکي ځمکو د آزادۍ مدافع دی او هیڅکله به صهیونیسټي رژیم په رسمیت ونه پیژني.

د پاکستان د سینیټ مشر د عربي پارلیمان له مشر سره په کتنه کښې ټینګار وکړ چې اسلام آباد د فسطیني ولس د حقوقو او د نیواکي ځمکو د آزادۍ مدافع دی او هیڅکله به صهیونیسټي رژیم په رسمیت ونه پیژني.

محمد صادق سنجراني پرون په اسلام آباد کښې د عرب پارلیمان د مشر عادل العسومي او ورسره پلاوي په کتنه کښې، د مینځني ختیځ د بدلونونو، د فلسطین د خلکو د دفاع او د کشمیر د لانجې او د عرب پارلیمان له غړو هیوادونو سره د اړیکو په هکله د پاکستان د پارلیمان او حکومت دریځونه بیان کړل.

هغه وویل: د پاکستان بهرنې سیاست په سیمه کښې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا او ټولو ته د صلحې د پيغام د رسولو لپاره په مشارکت او ارتباطاتو ولاړ دی.

د پاکستان د سینیټ مشر ټینګار وکړ: مونږ د فلسطینیانو د روا غوښتنو یعنې د نیواکي ټاټوبو د آزادۍ او د خپلواکه فلسطیني هیواد د جوړیدو ملاتړ کوو او د مظلوم فلسطیني ولس د حقوقو مدافع یو.

محمد صادق سنجراني یوځل بیا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې پاکستان په هیڅ قیمت د اسرائیلو رژیم په رسمیت نه پیژني او د کشمیر د مسلمانانو په شان د فلسطین د ولس ترڅنګ ولاړ دی، هم داشان یې د ملګرو ملتو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو له مخې د فلسطین او کشمیر د مسائلو د صلحه ایز هواري غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې د عربي پارلیمان مشر پرون د پاکستان د سینیټ د مشر په بلنه په پنځه ورځني سفر اسلام آباد ته رسیدلی دی.

 

ټیګونه