Aug 04, 2021 14:54 Asia/Kabul
  •  امریکا او لویدیځ د بیروت دبندر دچاودنې دعاملانو د نامو  دایشواکونې مخه نیسي  

د لبنان دغه مسئول مقام  زیاته کړې ده ،په لبنان کې ځيني سفارتونو  خپل ټول تمرکز پر حزب ا... ولسی غورځنګ او ددغه غورځنګ  پر وسلو  متمرکز کړی دی .

د لبنان یوه پخواني وزیر او د التوحید العربي ګوند مشر وئام وهاب  وئیلي دي ،امریکا  او لویدیځ د بیروت د بندرد چاودنې دعاملانو د نامو د ایشوا کولو اجازت نه ورکوي .

المیادین ټيلیویژنی چینل  راپور  ورکړی ،  وئام وهاب پخپلو څرګندونو کې منلې ده ،امریکا او لویدیځي هیوادونو فیصله کړې ده  اجازت به ورنکړي ، دهغو کسانو هویّت ایشوا شي ، چې  په بیروت بندر کې د امونیم تائیټریت  خاوندان وو ، هغه مواد  چې  په دغه بندر کې د چاودنې لامل شوي .  

د لبنان دغه مسئول مقام  زیاته کړې ده ،په لبنان کې ځيني سفارتونو  خپل ټول تمرکز پر حزب ا... ولسی غورځنګ او ددغه غورځنګ  پر وسلو  متمرکز کړی دی .

 دلبنان خبری رسندویو  له دې مخکې وئیلي وو ، دبیروت دبندر  د بوږنونکي چاودنې د دوسیې ځانګړي پلټونکي طارق بیطار  دشاهدانو د څرګندونو له آوریدو وروسته ددغې دوسیسط قضائی تعقیبول پیل کړی او  دپارلیمان له استازو ئې غوښتي څو  په دغې  دوسیې کې  دځينو کسانو د تعقیبونې  په هدف سره  د  دوي پارلیماني خوندیتوب  ختم کړي  او همداراز ئې  دلبنا له حکومته  ددغو کسانو دپلټنې لپاره د مجوز د صادرولو غوښتنه هم کړې ده .

 د لبنان  په بیروت بندر کې بوږنونکي چاودنې 

 د ۲۰۲۰ کال داګست په څلورمه نیټه    دبیروت  په بندر کې په بوږنونکي چاودنې کې څه د پاسه دوه سوه کسان وژل شوي او کابو شپږ زره نور هم ټبیان شوي  او دغه راز ئې زیاتره ودانۍ  او تاسیسات  په کنډوالو بدل کړي وو.

 

 

ټیګونه