Sep 20, 2021 13:32 Asia/Kabul
  • په یمن کې د قضائی فیصلوپه باب دملګروملتو سیاسیونه دمنلونه دي

  د الحدیده محکمې دتیر کال د اګست په څلورویشتمه نیټه  د شهید الصماد  دترور په دوسیې کې د شپاړسو کسانو د پانسۍ  فیصله صادره کړې او   د  روانې  اونۍ په شنبې ورځې  دیمن په پلازمینې صنعاء کې  له دوي   دنهو کسانو  فیصله  جاري  او دعامو خلکو په وړاندې اجرائي  شوه .

المسیره ټيلیویژني چینل  نن راپور روکړ،د یمن د انقلاب د لوړې  کمیټې  مشر محمد علی الحوثي ددغه هیواد د قضائي فیصلو په باب دملګروملتو د سرمنشي  آنتونیو ګوتریش  وروستي دریځونه محکوم کړي ا ووئيلي ئې دي ، د ګوتریش  له خوا به د شهیدالصماد ترور دعاملانو  دقصاص تر پوښتنې لاندې راوستل  د حقایقو او شواهدو په اساس  نه دي او چټي دي .

  د یمن د انقلاب د لوړې شورا مشر  ټينګار کړی ،دسعودي ائيتلاف تیریګرو هیوادونو د الصماد د قتل د جنایت  په مالی تامینولو او پلانونو سره   ددغه جنایت په ترسره کولو اعتراف هم کړ ی دی .

  د الحدیده محکمې دتیر کال د اګست په څلورویشتمه نیټه  د شهید الصماد  دترور په دوسیې کې د شپاړسو کسانو د پانسۍ  فیصله صادره کړې او   د  روانې  اونۍ په شنبې ورځې  دیمن په پلازمینې صنعاء کې  له دوي   دنهو کسانو  فیصله  جاري  او دعامو خلکو په وړاندې اجرائي  شوه .

په دغه اقدام پسې د ملګروملتو د سرمنشي  ویندوي د یکشنبې په ورځې ددغو نهو کسانو پانسی کیدا محکومه کړې او مدعی شوی ، ددغو تورنو د قانوني محاکمې لپاره  لازم اقدامات  نه وو برابر شوي .

صالح الصماد  د ۲۰۱۸کال  په اپریل کې په الحدیده  ولایت په دمیداني شتون  په وخت د سعودي تیریګر ائیتلاف دډرون په حملې کې شهید شوی دی .

 

ټیګونه