Sep 23, 2021 05:35 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن مارب ولایت ته ګڼ شمیر ترهګر استولي

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د مارب ولایت والي علي طعیمان پرون وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په سلګونو ټروریسټان له پوځ او ولسي کمیټیو سره د مقابلې لپاره دغه ولایت ته استولي دي .

هغه وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د یمن له جنوب او ختیځو ولایتونو څخه په سلګونو تکفیري او ترهګر عناصر په مارب ولایت کښې د وسله والو ځواکونو د پرمختګ د مخه د نیولو لپاره دغه ولایت ته استولي دي .

د یمن د مارب ولایت والي په دغه ولایت کښې د ترهګرو عناصرو د شتون د مخنیوي لپاره د دغه ولایت د خلکو د پیوستون او په سیمه کښې د امنیت او د ثبات په ساتلو ټینګار وکړ .

هغه وویل د امریکا او سعودي عربستان تیریګر ائتلاف له وروستیو ماتي خوړلو وروسته نیته لري د ترهګرو لپاره د «حریب» ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کښې پوځي اډې او  کیمپونه جوړ کړي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو، انګلستان ، د اردن ، اسرائیلو او د نورو عربو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن باندې پوځي تیریو ، د سمندر ، هوا او ځمکې له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د یمن پرضد له کلونو کلونو جنګ او تیریو سره سره نه دی توانیدلی په یمن کښې د اسرائیلو او د امریکا پروګرامونه او هدفونه محقق کړي .

 

ټیګونه