Sep 23, 2021 14:48 Asia/Kabul
  • دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د ایران په باب دسعودي عربستان دباچا نرمه لهجه

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې  پخپلې ویډیوئی ویناکې د ایران په نسبت پخپلې پخلاغواړې لهجې کې  ووئيل ،ریاض له ایران سره دباؤر جوړنې په لټه کې دی.

 ملک سلمان  په عربستان کې  د ۲۰۱۵کال  په جنورۍ کې قدرت ته ورسید.   دملک سلمان او دهغه د زوي محد بن سلمان واک ته  د رسیدا له یوه کاله هم په کمې مودې کې په عربستان کې د ریاض له خوا درې مهمې پیښې  رامینځةشوې ، چې  په مارچ میاشت کې د یمن په ضد جنګ، دهمدغه کال په ستمبر کې  دمِنا پيښه  او د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه  دشیخ نمر باقر النمر  پانسي کیدا وه . دغه درې پيښې او   هغه غبرګونونه چې ځيني ئې  د عربستان دکونسلګرۍ په وړاندې  د ایران په داخل  کې وو، له تهران سره د  اړیکو دغوڅولو لپاره د ریاض د فیصلې سبب  شول .  د ایران او عربستان  سیاسی مناسبات تر دې دمه درې ځله غوڅ شوي دي چې  یو ځل له اسلامی انقلابه مخکې او دوه ځله هم داسلامی انقلاب  له بریالیتوب وروسته  شوي دي .

 یوه بله موضوع  دا ده چې  له ایران سره دعربستان داړیکې له غوڅیدا وروسته ،، د دواړو هیوادونو اړیکې دلاترینګلتیا په لور  لاړې .  په امریکا کې دډونالډټرمپ واک ته په رسیدا او  په سمیې کې د ایران او د مقاومتي چورلیز بریالیتوبونه  په دې زمینې کې دوه اصلی عوامل  وو . دسعودي عربستان اخستون دا ؤ چې   سیمه ایزه سیالۍ  ایران ته سپارل شوي  او دقدرت سیمه ایز انډول  هم د ایران داسلامی جمهوریت په ګټه بدل شوی دی . عربستان  ، د ایران په ګټه  د قدرت دانډول په بدلیدو دومره غوسه  او خپه ؤ چې  له یوه پلوه ئې له اسرائیلو سره د ایران به ضد په حرکتونو کې ملګری شو او له بل پلوه   یو علت ئې دا دی چې  د  امریکا پخوانی حکومت  ئې  د له ایران سره له ایټمی نړیوالې موافقې څخه وتلو ته  هڅولی ؤ .

 په کابو شبږو کلونو په تیریدا سره ، اوس یوه موده کیږي ، چې  د  ایران داسلامی جمهوریت  په وړاندې دسعودي عربستان د چارواکو لهجه  تر یوه حده بدله شوې  ده . دسعودي ولی عهد محمد بن سلمان چې  له دې مخکې ئې په ډاګه وئيلی وو ، په لویدیځي آسیا سیمې کې  جنګ او ناکراري  باید د  ایران داخل ته منتقل شی ،  د روان کال په اپریل میاشت کې ئې  د خپل دریځ په بدلولو سره په روښانه توګه ووئیل ، ایران  یو ګاونډی هیواد  دی او هیله مند یوو، ښې اړیکې ورسره ولرل شو . دعربستان د ولی عهد  له دغو څرګندونو پنځه میاشتې تیریدا  وروسته ، اوس د عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ   په ناستې کې پخپلې ویډیوئي وینا کې  د ایران  په وړاندې له پخلاینې ډکه لهجه  کارولې ده . ملک سلمان پخپلې ویډیوئي  وینا کې وئیلی دي ، ایران  د مونږ ګاونډی دی او هیله مند یوو ، له دغه هیواد سره دمونږ خبرې اترې  د باؤر جوړونې لامل شي .

داسې ښکاري  هغه  څه چې د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندې دعربستاني چارواکو د لهجې  دبدلیدا سبب شوي ، د  امریکا په واکوالۍ کې  بدلون  هغه درندۀ لګښتونه چې  سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې  د په سیمې کې د بلاغواړي او ګډوډي رامینځةکونکي سیاست لپاره  ورکړي  دي ، او  په لویدیځي آ سیا سیمې کې  د دغه هیواد دسیمه ایز موقعیّت کمزوریکیدا ده . د ایران اسلامی جمهوریت  هم  له سعودي عربستان سره د  اړیکو د احیاء  هرکلی کوي ا و  په همدې اړه ،   د عراق په کوربتوب سره  د ایران او عربستان د چارواکو ترمینځ دخبرواترو څو پړاؤنه هم ترسره شوي چې د اړیکو دښه کولو په لور دحرکت او دتاؤتریخوالو دکمولو لپاره  د لورو د  ګروهنې ښودنه کوي .

 که څه هم دواړه هیوادونه ، داړیکو داحیاء لپاره حرکت کوي ،خو  اصلي موضوع ، د تهران او ریاض ترمینځ  د اعتماد نه  شتون دی  ،  له ایران سره په اړیکې کې پر باؤر جوړونې دملک سلمان ټينګار  هم د بې اعتمادۍ  تصدیق کونکی دی . دغه بې اعتمادي  ددې په ترڅ کې چې  د مختلفو مذهبي   هویّتونو له امله دی ،  په سیمې کې  د لورو دښکیرو حوزو  له امله هم دی .  یمن یوه هغه حوزه ده چې د اړیکو داحیاء په لاره کې ئې   د دواړو هیوادونو پر حرکت باندې اغیزې شیندلي دي . ملک سلمان دملګروملتو په عمومی اسمبلس کې په خپلې ویډیوئي وینا کې  دیمن په باب درو ټکو ته اشاره کړې ده ، یعني دیمن لپاره دعربستان دسولې پلان، په دغه هیواد کې سوله تحقق ته رسولی شی ،  انصار ا... د سوله ایزې حل لارې مخالف دی ا و سمندري ټرانسپورټ ګواښي ،  انصار ا... هره ورځ  په عربستان کې پر غیر پوځي ځایونو حملې کوي .::::

 داسې ښکاري که  عربستان او ایران   سیمه ایز اختلافات په ښه ډول مدیریّت کړي ،نو  په دوو اړخیزو اړیکو کې د چیلنجونو مدیّریت  لا آسان دی .::   

 

ټیګونه