Sep 23, 2021 15:23 Asia/Kabul
  • ترکیه دې دسورئې له خاورې خپل پوځیان وباسي

ترکیه باید سملاسي له سورئې شاتګ وکړي او نړیواله ټولنه  هم باید د هیواد دشمالی نیواکي مځکو د آزادولو لپاره  د سورئې دهلوځلو ملاتړ وکړي .

 سپوټنیک خبری آژانس نن راپور ورکړ،د سورئې خارجه وزیر فیصل مقداد نن په یولړ څرګندونو کې  ووئیل ، ددغه هیواد په ادلب  ولایت کې د تاؤتریخولاي اصلی دلیل  ، دترکیې نیواکګري او هغه ملاتړ دی چې  ددغه هیواد حکومت ئې ددغې سیمې  له ترهه ګرو ډلو کوي .

فیصل مقداد زیاته کړې ده،ترکیه باید سملاسي له سورئې شاتګ وکړي او نړیواله ټولنه  هم باید د هیواد دشمالی نیواکي مځکو د آزادولو لپاره  دسورئې دهلوځلو ملاتړ وکړي .

 د سورئې خارجه وزارت   ددوشنبې په ورځې هم  له ملګروملتو او امنیت شورا  غوښتي  چې  به سورئې کې دې دترکیې د اقداماتو په وړاندې ښکاره او روښانه دریځونه   غوره کړي .

 د ترکیې پوځیانو د کرد وسلوالو ډلو  دحملو دخطرې د ختمولو په پلمې سره  دسورئې شمالی سیمو ته ورغلي دي  او په دغې سیمې کې ئې پراخې برخې پخپل نیواک کې راوستی دي .  د سورئې حکومت  پخپلې خاورې کې د ترکیې شتون غیر قانوني ګڼي او په کرتو ئې خبرداری ورکړی  چې دغه نیواکګر شتون  به پاي ته ورسوي .

 

ټیګونه