Sep 24, 2021 04:41 Asia/Kabul
  • د ترکیې او امریکا اړیکې ترینګلي دي

 د ترکیې ولسمشر زیاته کړې ، دوي  د  روسیې له ایس ۴۰۰ ډوله توغندوي ضد دفاعي سسټم  څخه د ترکیې  داستفادې  دموضوع په پلمه  دغه جنګي الوتکې  نه دي راکړي ،  چې دا پخپله  له قانونه سرغړونه ده .

ډيلی صباح ورځپاڼې راپور ورکړی ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د ګډون لپاره  نیویارک ته دتلو په بهیر کې  خبریالانو ته ووئيل ، صادقانه  نه شوم وئیلی چې  د امریکا او ترکیې  په اړیکو کې ښه بهیر موجود وي . ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکې مو ورڅخه اخستي  او لګښت مو ئې هم ورکړی ،  او دا جنګي الوتکې تر دې دمه دمو لاس  ته نه دي رسیدلي .

 د ترکیې ولسمشر زیاته کړې ، دوي  د  روسیې له ایس ۴۰۰ ډوله توغندوي ضد دفاعي سسټم  څخه د ترکیې  داستفادې  دموضوع په پلمه  دغه جنګي الوتکې  نه دي راکړي ،  چې دا پخپله  له قانونه سرغړونه ده .

رجب طیب اردوغان په نیویارک کې  خبریالانو ته ووئيل ، ددې منل چې  امریکا  په دایمی توګه د ایس ۴۰۰ډوله  توغندوي ضددفاعي سسټم  په  موضوع سره  پر مونږ دباؤنه  اچوي ، د منلو وړ نه ده . د مونږ لپاره  ددغه توغندوي ضددفاعي سسټم  موضوع ختم شوې ده ، له دغه ځایه یو ګام  په شا نه شو کیدلی .

 امریکا ترکیه ګواښلې ، که  له روسیې  نوي وسلې او توغندوي ضددفاعي سسټم  واخلي ، نو  دترکیې په ضد به بندیزونه ولګوي ، چې دغې چارې د ترکیې او  امریکا ترمینځ اړیکې تر ډیره حده ترینګلي کړي  او ترکیه ئې  تر  ډیره حده دامریکا له  دوستۍ لیرې کړې ده .

 

ټیګونه