Sep 24, 2021 14:19 Asia/Kabul
  • د یمن حکومتي ځواکونه مارب ولایت ته نږدې شوي

العالم ټيلي ویژن نن راپور ورکړ د یمن پوځیان او د ولسي کمیټیو ځواکونه په بیلابیلو سیمو کښې د پرمختګ په دوام کښې همدا اوس د مارب ولایت اتلس (۱۸) کلومیټرۍ ته رسیدلي دي .

د یمن د ولسي کمیټيو ځواکونه او حکومتي عسکر د مارب ولایت د جنوب د العبدیه سیمې او دغه راز د الجوبه سیمې د ځینو برخو له نیولو وروسته اوس د مارب ولایت اتلس (۱۸) کلومیټرۍ ته رسیدلي دي .

د یمن د جنګ د تبلیغاتو کمیټۍ هم د البیضا ولایت د ځینو برخو د ازادولو او له دغو سیمو د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د ائتلاف د ځواکونو او د هغوې د ترهګرو ګوډاګیانو د تښتیدا عکسونه خپاره کړل .

ځايي سرچینو وویل د یمن ځواکونو په العبدیه سیمې حمله وکړه او په سلګونو وسله وال ګوډاګیان دوې ته تسلیم شوي دي .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع هم وویل وسله وال ځواکونه بریالي شول چې په یو لړ عملیاتو کښې د البیضا ولایت پاتې سیمې هم ازادې کړي .

بل خبر دا چې د یمن  رسنیو د مارب ولایت په جنوب کښې د استعفا شوي ولسمشر په یوې(۱) مهمې اډې باندې د حکومتي عسکرو د توغندوي حملې خبر ورکړ .

د یمن سرچینو نن سهار د مارب ولایت په جنوب کښې د استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي د ځواکونو د وسلو په یوه(۱) ګودام کښې د څو ویرونکو چاودنو خبر ورکړ .

دغه چاودنې د یوه(۱) بالسټیک توغندي له ویشتل کیدا وروسته اوریدل شوي دي

 

ټیګونه