Sep 24, 2021 15:08 Asia/Kabul
  • د نړۍ د کیچونو په حل کولو کښې د ملګروملتونو په رغنده او جدي رول د ایران ټینګار :-

د ایران اسلامي جمهوریت له نړیوال امنیت او سولې سره د مرستې لپاره د ملګروملتونو د نوښتونو ملاتړ او د دغه نړیوال ارګان د سرمنشي د بې طرفه او منصفانه دریځونو هرکلی کوي .

د ایران د باندنیو چاور وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ (General Assembly) په غونډې کښې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټریش سره په کتنې کښې په دغه ټکي ټینګار وکړ .

هغه جوته کړه نن سبا له فلسطین رانیولي تر سوریې ، یمن او افغانستان پورې له بل هر وخت څخه زیات د ملګروملتونو منصفانه او مسولانه ګډون او د رغنده او جدي رول لوبولوته ضرورت شته .

حسین امیر عبداللهیان وویل د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو او د نیواکګرو اقداماتو په دلیل له لسیزو لسیزو وروسته  اوس هم په فلسطین کښې انساني حالت  ډیر خراب دی او نهايي حل لاره باید د فلسطین د اصلي وسیدونکو لخوا د  رایو  اچول او د ټولپوښتنې ترسره کیدل  وي  .

هغه وویل له بده مرغه ملګروملتونو په تیر وخت کښې منفعلانه عمل کړی او زه هیله من یم د انټونیو ګوټریش په پړاو کښې دغه روده بدله شي .

حقیقت دا دی چې په تیرو څو لسیزو کښې دوو (۲) سترو ښکارندو یعني نیواکګرۍ او ترهګرۍ په نړۍ سیوری غوړولی دی او د دغو بهیرونو دوام ډیرو هیوادونو ته جدي تاوانونه رسولي دي او ایران هم د امریکا د ترهګرو اقداماتو او د بایکاټونو یو (۱) هدف ګرځیدلی دی .

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور چې له داعش او ترهګرۍ سره په مبارزې کښې یې په سیمه کښې  رول ولوبوه په دوې کښې یو (۱)مورد دی .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د تیر میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په دریمه  (۴) نیټه په داسې حال کښې چې د عراق د چارواکو په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللی و د امریکا د  پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکم د عراق د ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي  له نائب رئیس ابو مهدي المهندس او ورسره اتو (۸)نورو ملګرو سره یوځاې د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د واشنګټن د ترهګرو او د تیریګرو عسکرو په هوايي برید کښې شهید کړی شو .

قاسم سلیماني د یوه (۱) پوځي سټراټیژۍ جوړونکي په توګه له ترهګرۍ سره په جنګ کښې د امریکا د ادعاګانو دروغ والی ښکاره کړ او هغه کرښې چې قاسم سلیماني د مقاومت په جغرافیې کښې انځور کړې د سیمې د ویشلو لپاره یې د امریکا او د اسرائیلو پلان له ماتي سره مخامخ کړ .

هماغه ډول چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ویلي دي شهید قاسم سلیماني هم د خپل ژوند په وخت او هم د شهادت په وخت استکبار ته ماتي ورکړه .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د امریکا د ولسمشر جوبایډن  د څرګندونو د یوې (۱) برخې ته په اشارې سره چې اعتراف یې وکړ په سیمه  کښې مو اوه (۷) ټریلیونه ډالره لګولي دي خو هیڅ شی مو لاس ته نه دی راوړی وویل د دغه ستر کار اتل قاسم سلیماني دی چې د هغه د ژوند په وخت کښې ترسره شو .

بې شکه د امریکا یواړخیزه سیاستونه ، له ترهګرۍ او سرزورۍ ملاتړ او نړیوالو قوانینو ته د واشنګټن بې پامۍ او د نړیوال امنیت او سولې ته په اړونده موضوګانو کښې د ملګروملتونو کمزوری رول سیمه د بې ثباتۍ او د کړکیچ  په یوه (۱) مرکز بدله کړي ده .

په لویدیځې اسیا ، عراق ، سوریې او افغانستان کښې  د تیرو لسو (۱۰) کلونو پیښو وښودله چې د سیمې ملتونه د امریکا د ملاتړ وړ ترهګرۍ او د تیریګرو اقداماتو قرباني شوي دي .

د دغه بهیر بوږنونکي نتیجې په سیمې باندې په  تپل شویو جنګونو او سرزورۍ  او د تاوتریخوالي په رامینځته کولو کښې او حتی په امریکا او اروپا کښې په توکمپاله او له توپیر څخه په ډکو لیدتوګو کښې لیدلی شو .

امریکا دغه راز د کورونا د ساري ناروغۍ په سخت پړاو کښې بایکاټونه د سلامتیا او د درملو له موضوع سره اړونده کړل او د ایران خلکو ته یې  نا جبرانیدونکي او جدي تاوانونه ورسول .

امریکا باید د خپلو یواړخیزه او کړکیچ رامینځته کونکو لاسوهنو په هکله نړیوالې ټولنې ته ځواب ووايي .

دغه پیښې په عین حال کښې د دې ښودنه کوي چې د ملتونو برخلیک له یوبل څخه جلا کیدونکی نه دی .

امنیت ، ترهګرۍ ، اقتصاد او کورونا ویروس داسې مسائیل دي چې ورسره مقابله کول د ملګروملتونو په چورلیزتوب سره ملګرتیا ته ضرورت لري .

ملګري ملتونه او د هغې عمومي اسمبلۍ هم د چیلنجونو په هکله د خپلو لیدتوګو د بیانولو او له نړیوالو ګواښونو سره د مقابلې لپاره له سرمنشي څخه د هیلو او تمو د بیانولو لپاره یو(۱) فرصت دی .

 

ټیګونه