Sep 27, 2021 16:34 Asia/Kabul
  •  د یمن په مارب ولایت کې یو بل امریکائي ډرون هم نسکورشو 

د یمن دپوځ   دهوافضا دفاعي سسسټم  دتیرې جون په  شلمه او دوه ویشتمه  هم  په مارب ولایت کې  په صرواح ولسوالۍ کې  د امریکا دوه جاسوسي ډرونز  نسکور کړي وو.

 مهرخبری اژآنس راپور ورکړ ، المسیره ټيلیویژني چینل  نن راپور ورکړ، دیمن دپوځ ویندوي یحیی سریع  نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل،د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو دهوافضا دفاعي ځواک یونټونو د یمن د مارب پر فضا د امریکا اسکین ایګل ډوله بې پيلوټه الوتکه نسکوره  کړې ده .

 سریع یحیی زیاته کړې ، د امریکا جاسوسي الوتکه  دمارب ولایت په مدغل سیمې د پاسه  په تیریګر ماموریت بوخته وه چې د یمني توغندي ښکار شوه .

د یمن دپوځ   دهوافضا دفاعي سسسټم  دتیرې جون په  شلمه او دوه ویشتمه  هم  په مارب ولایت کې  په صرواح ولسوالۍ کې  د امریکا دوه جاسوسي ډرونز  نسکور کړي وو.

 

ټیګونه