Oct 15, 2021 11:36 Asia/Kabul
  • عربستان  له ایران سره  د خبرواترو لپاره جدي دی

د ایران داسلامی جمهوریت  چارواکو په کرتو وئيلي دي ،  له درستو  هیوادونو په تیره بیا له ګاونډیانو او اسلامی هیوادونو سره اړیکې او تعامل  د  اسلامی ایران  د منشور یوه  اساسي برخه ده .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، د سعودي عربستان  خارجه وزیر فیصل بن فرحان  له فاینینشل  ټایمز خپرونې سره په مرکې کې ووئيل ،له ایران سره دوو اړخیزو  خبرو اترو  ښه پرمختګ درلودلی دی   او عربستان  په ټولو زمینو کې له ایران سره د اړیکو دټينګیدا او د ملګرتیا پراختیا غواړي .

 فایننشل ټایمز  دلیکنې په اساس ، عربستان  په جدې ښار کې د  اسلامی ملګرتیا  موسیسې لپاره د نمایندګۍ د دفتر او  دکونسلګرۍ  د پرانیستو لپاره د ایران  په غوښتنې غور کوي .

 دعربستان الاخباریه  ټيلیویژن  هم تیره اونۍ  راپور ورکړی ، دتهران او ریاض مستقیمې خبرې اترې به چې په سیمې کې د ثبات  لامل کیږي و  روانې دي .

 له دې مخکې  د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان  وئيلي دي ، ریاض  له تهران سره  دځانګړو اوښو اړیکو غوښتونکی دی .

  داپه داسې حال کې دي چې د  عربستان پاچا ملک سلمان هم  دملګروملتو په عمومی  اسمبلۍ کې  پخپلې ویډیوئي وینا کې  وئیلي وو ، ایران زمونږ  ښه ګاونډی دی او ورسره ښې اړیکې او تعامل غواړو .

د ایران داسلامی جمهوریت  چارواکو په کرتو وئيلي دي ،  له درستو  هیوادونو په تیره بیا له ګاونډیانو او اسلامی هیوادونو سره اړیکې او تعامل  د  اسلامی ایران  د منشور یوه  اساسي برخه ده .

 

ټیګونه