Oct 15, 2021 16:06 Asia/Kabul
  • د عراق د انتخاباتو په نتیجو کې دې قانون مات نه شي

د عراق لومړي وزیر ددغه هیوادد پارلیماني انتخاباتو  په نتیحو دتیري کونکو  او قانون ماتونکو ته سخت خبرداری ورکړ .

 سپوټنیک خبري آژانس راپور ورکړی،د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي   نن د حکومتي کابینې په ناستې کې  ووئیل،هر ګوند او شخصیّت  حق لري  د پارلیماني انتخاباتو  د نتیجو په باب شکایت وکړي او دانتخاباتو کمیشن باید  په جدیّت سره په شکایتونو غور وکړي .

الکاظمي  له هغو ټولو فریکشنونو  څخه  چې  دعراق په پارلیماني انتخاباتو کې بریالي شوي دي ، غوښتي  په ملي پالې  روحیې  سره د راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره ملګرتیا وکړي ..

 د عراق وارمخکې  پارلیماني انتخابات  د اکتوبر په لسمه نیټه  په درست هیواد کې ترسره شوي  او لومړنۍ نتیجې ئې هم د سه شنبې په ورځې  د عراق د انتخاباتو دلوړې کمیشنرۍ له خوا اعلان شوي دي .  

 

ټیګونه