Oct 19, 2021 15:46 Asia/Kabul
  • د سید حسن نصر الله د وروستۍ وینا موخې او پایلې

د سمیر جعجع په ضد له دغه ښکاره دریځ نیونې څخه د سید حسن نصر ا... موخه،د هغې فتنې غلي کول دي چې د امریکا، عربستان اوصهیونیسټ رژيم په ملاتړسره هڅه کوي،لبنان  یوه داخلي جنګ ته وارد کړي . په حقیقت کې حسن نصر ا...پخپلې پریکنده او روښانه وینا سره،د لبنان او همداراز  د  حزب ا... د ملی امنیت په ضد فتنه،پخپله قوات اللبنانیه ته وګرځوي .

د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ دعمومی منشي سیدحسن نصر ا...د اکتوبرد اتلسمې دشپې وینا چې د بیروت په الیونه سیمې کې د تیرې پنجشنبې ورځې په جنایت په غبرګون کې شوي،د لبنان د حز ا...غورځنګ د  عمومی منشي د وروستیو کلونو سره تر ټولو توپیرلرونکي وینا وه .

د لبنان د حزب ا... او امل غورځنګ پلویان دتیرې پنجشنبې په ورځې ،  دبیروت د بندر د ۲۰۲۰کال د اګست دڅلورمې د چاودنې د د وسیې پر پلټونکي طارق بیطار په کړچار بانددې په اعتراض کې واټونو ته وتلي وو .  ناپيژاندو کسانو  د  ځینو ودانیو له بامونو،پر اعتراض کونکو  ډزې کړي ، چې له امله ئې  اوه کسان وژل شوي او څه دپاسه شپیته نور ټپیان شوي  وو .

د سید حسن نصر ا...د تیرې شپې  له وینا مخکې ، دلبنان داخلی ټولنو ، په دغه جنایت کې د سمیر جعجع  په مشرۍ د  القوات اللبنانیه  ګوند  د وسلوالو  کسانو د لاس درلودلو  خبرو روکړی   او حتی د لبنان ولسمشر میشل عون هم  په دې باب جعحع  ته   خبرداری ورکړ. 

Image Caption

 

سید حسن نصر ا.. پخپلې وینا کې ځينو مهمو  موضوعګانو ته اشاره کړې اوپه وروستیو کلونو کې ئې د لومړي ځل لپاره  د یوه سیاسی بهیر  او دهغه د مشر په ضد ښکاره دریځ غوره کړی دی . سید حسن نصر ا... په ډ اګه ووئیل  چې په لبنان کې یو ګوند غواړي ، د ضاحیّه ګاونډي (دلبنان د جنوب)خلک تل په اندیښنې کې وي  او د بیروت په جنوب کې خلک ،یعني شیعیان د لبنان د  مسیحیانو دښمنان  وبریښوي . ددغه ګوند مشر د مونږ دګاونډیانو  لپاره د یوه فرضي دښمن په رامینځةکولو پسې دی .ددغه درز  له رامینځةکولو موخه په دې اندیښنه ده چې دغه ګوند ځان دمسیحیانو مدافع بریښوي،دغه ګوند،القوات اللبنان نومیږي .

د سمیر جعجع په ضد له دغه ښکاره دریځ نیونې څخه د سید حسن نصر ا... موخه،د هغې فتنې غلي کول دي چې د امریکا، عربستان اوصهیونیسټ رژيم په ملاتړسره هڅه کوي،لبنان  یوه داخلي جنګ ته وارد کړي . په حقیقت کې حسن نصر ا...پخپلې پریکنده او روښانه وینا سره،د لبنان او همداراز  د  حزب ا... د ملی امنیت په ضد فتنه،پخپله قوات اللبنانیه ته وګرځوي .

د لبنان  یو لیکوال او خبریال ماهر الخطیب  په یوې هغې مقالې کې چې د النشره خبری  چینل په انټرنیټي پاڼې کې خپور شوی، لیکلي دي ،د سید حسن نصر ا...د وینا تر ټولو جوت پیغام، په لبنان کې د داخلی جنګ  دمخنیوی په موخې سره دیوه داخلی  دفاعي قدرت د رامینځةکولو لپاره هڅه ده .

د سید حسن نصر ا...  په وروستۍ وینا  کې یو بل مهم ټکی دا ؤ چې حزب ا...په لبنان کې له هرډول داخلی جنګ ته له واریدیدو ډډه کوي ،خو د داخلی او بهرنیو د ښمنانو دد ټينګار په بڼه کې،حزب ا...،د دفاع لپاره  له لالوړ پوځي وړتیاؤ برخمن دی .د لبنان  دحزب ا...غورځنګ عمومی منشي په دې باب روښانه کړې ده،د لبنان د حزب ا...غورځنګ په پوځي جوړښت کې یو لک ځواک شامل دی. مونږ د لومړي ځل لپاره  د خپل مبارز ځواک شمیر اعلان کړو،دا دګواښ لپاره نه ،بلکې د داخلی جنګ د مخنیوي لپاره .

 یوه بله مهمه موضوع دا ده چې سید حسن نصر ا...پخپلې وینا کې هڅه کړې ده،دغه پیغام د لبنان د مسیحیانو ټولنې ته  منتقل کړي،چې نه یوازې حزب ا....ددغه هیواد مسیحیانو سره  کومه دښمني نه لري ، بلکې  د لبنانیو مسیحیانو اصلي دښمن  پخپله قوات اللبنانیه دی .د لبنان یو لیکوال حسین حردان هم پخپل یوه تحلیل کې لیکلي دي،د فتنې او شخړې په لومې کې د مقاومت ښکیلول او په نتیجې کې ئې د دوي د څيرې داغي کول او د نیواکګرو صهیونیسټانو په ضد د دوي  د وسلو کمزوري کول ،له سمیر جعحع سره د اړونده وسلوالو  کسانو په وسیله د بیروت  د الطیونه سیمې د تیرې پنجشنبې ورځې د جنایت یوه موخه وه .سید حسن نصر ا...هم پخپلې وینا کې  هڅه کړې،د قوات اللبنانیه نفسیاتي جنګ ناکام او د هغو د موخو په باب په لبنان کې د فتنې رامینځة کیدا د موخو په باب خلک خبرکړي .په همدې اساس سید حسن نصر ا... پخپل روښانه دریځ کې  په ډاګه کړې ده ،د القوات ګوند له داعش او النصره جبهې او هغو کسانو سره همتړون شوی،چې د سورئې اعتراض کونکي نومیږي ، په همدې دلیل تر ټولو ستر ګواښ دی . دوي  د اسرائيلو ګوډاګیان دي . که داعش او النصره جبهه بریالي شوي وائ ،نو هیڅ یو مسیحي ، له دې مخکې  چې لبنان ته منتقل شي ، باقي نه پاتییکیدۀ .  دغه ائيتلاف  د لبنان اوسورئې  دمسیحیانو لپاره یو لوي ګواښ دی ::::  

 

ټیګونه