Oct 20, 2021 16:31 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم  یو ځوان فلسطینی شهید کړ

خبري سرچینې په غزې تړانګه کې د ستنېدو په لاریون کې د یو ځوان فلسطیني چې د صهیونسټو پوځیانو په نېغ په نېغه ډزو لګېدلی و، د شهادت خبر ورکړ.

د معا خبري اژانس د ننني راپور سره سم، محمد لبد  کابو دوه کاله مخکې د ستنېدو  په لاریون کې د صهیونسټي پوځیانو په ډزو لګېدلی و او بېګا  د سختو ټپونو له امله شهید شو.

 د دوه زره اتلسم کال د مارچ په دېرشمه  د ستنېدو لاریون، د ستنېدو په حق په ټینګار،  د غزې په محاصرې  او بیت المقدس ته امریکا د سفارت په انتقال په اعتراض  کې پېل شو.

له بلې خوا حماس غورځنګ په خپل ټویټر کې اعلان وکړ چې دغه غورځنګ نن سهار وختي او د خپل پوځي توان د زیاتولو لپاره  څلور نوي توغندي ازمویلې دي.

د فلسطین سرچینو په دې اړه وویل چې د صهیونسټ رژیم د ادعاګانو په اپوټه  په غزې کې د مقاومت د ځواکونو د جوړولو توغندویي توان په وروستي دولس ورځني جنګ کې تاوان نه دی لیدلی.

د حماس پوځي څانګې د القسام کنډکونو هم تېره جمعه په غزې کې نوی توغندی ازمویلی و.

 

ټیګونه