Oct 23, 2021 08:07 Asia/Kabul
  • امام خميني (رح) د پېغمبراکرم (ص) ميلاد د مسلمانانو د وحدت په ټکي بدل کړ

د لبنان د حزب الله مشر بېګا د خداے د ګران رسول (ص) مبارک ميلاد په مناسبت په يوه وېنا کښې د سني او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د وحدت په رامنځته کولو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ اېښودونکي حضرت امام خمېني (رح) په بې بديله کردار تاکيد وکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سيد حسن نصرالله د حضرت محمد مصطفی (ص) او د حضرت امام جعفر صادق (ع) د ميلاد او د وحدت د هفتې په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره وويل: د حضرت امام خمېني (رح) د اقداماتو له برکاتو او په ايران کښې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له ثمراتو څخه وو چې د خداے د ګران رسول (ص) د ولادت د تاريخ موضوع چې د مسلمانانو ترمېنځ يوه اختلافي موضوع وه په وحدت او يووالي بدله شوه.

سني مسلمانان د ربيع الاول دولسمه نېټه او شيعه مسلمانان د دغې مياشتې اولسمه نېټه د پېغبراکرم (ص) د ولادت کليزه بولي.

حضرت امام خمېني (رح) چې خپله په اسلامي نړۍ کښې وحدت او يووالي ته رابلونکے ؤ له دې دغې مسئلې څخه د اسلامي ډلو د يووالي او نزدېکت لپاره استفاده وکړه او د دغو دوو تاريخونو ترمېنځ فاصله يعنې د ربيع الاول له دولسمې نه تر اولسمې پورې موده يې د وحدت هفته ونوموله.

هغه د خپلې وېنا په يوه بله برخه کښې د فلسطيني مظلوم ملت رنځونو او دردونو ته چې ورسره مخامخ دي په اشارې سره وويل، هيڅ يو ننګيالے او پتيالے انسان فلسطين او د هغه مظلومو خلقو او مقدساتو ته بې پامي نه شي کولې

سيد حسن نصرالله همدارنګ په يمن کښې د سعودي تيريګر ائتلاف جنايتونو ته په اشارې سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په يمن کښې د قربانيو د غندلو په ځاے دې د ميلينونو يمني خلقو غوښتنې او ارادې ته غوږ کيږدي او عملي ګامونه دې پورته کړي.

 

ټیګونه