Nov 24, 2021 15:47 Asia/Kabul
  • له عراقه د امریکائي پوځیانو د وتلو نیټه بدله شوې نه  ده

 د عراق حکومتي چارواکو ، سیاستوالانو دیني او سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو او خلکو  په ډاګه وئيلي دي ،له عراقه دې د  شوي موافقې په اساس امریکائي عسکر ووځي . په دې  باب د عراق پارلیمان هم   لهدې مخکې  ددغو بهرنیو نیواکګرو  او ترهه ګرو عسکرو د ویستلو په باب  یو پلان تصویب کړی دی .  

المعلومه خبری سایټ راپور ورکړ، دعراق د  ګډو عملیاتو ویندوي تحسین الخفاجي  نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل  له دغه هیواده د امریکائي عسکرو د وتلو نیټه هماغه راز ثابته ده او  خپل پوځي مرکزونه او اډې  د عراق پوځ ته سپاري .

  تحسین الخفاجي  دغه راز  ووئیل ،  د امریکا پاتې پوځیانو شمیر ډير لږ دی او د ۲۰۲۱کال په وروستیو کې  به د  ترلاسه شوي موافقې په اساس له عراقه ووځي .  

هغه دغه راز ټينګار وکړ ، امریکائي جنګي ځواکونو خپې زیاتره پوځي مرکزونه  عراقیانو ته سپارلي دي  او یوازې څو مرکزونه پاتې دي چې  د پوځي سلاکارانو اوروزونکو مرکز دی .  د امریکا دفاع  وزارت پنټاګان  د شوي موافقې او د ټاکلي وخت په اساس  د خپلو عسکرو ویستل تائيد کړي او  به دغې موافقې کې هیڅ ډول بدلون  نه دی راغلی .

 دعراق حکومتي چارواکو ، سیاستوالانو دیني او سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو او خلکو  په ډاګه وئيلي دي ،له عراقه دې د  شوي موافقې په اساس امریکائي عسکر ووځي . په دې  باب د عراق پارلیمان هم   لهدې مخکې  ددغو بهرنیو نیواکګرو  او ترهه ګرو عسکرو د ویستلو په باب  یو پلان تصویب کړی دی .  

 

ټیګونه