Nov 25, 2021 07:40 Asia/Kabul
  • د اسټرالیا ناسمي فیصلې ته د لبنان د حزب ا... تند غبرګون

د لبنان حزب ا.. غورځنګ اعلان وکړ چي د اسټرالیایي چارواکو له لوري د دې غورځنګ ټروریستي بلل کېدا د وژلې د سیاست  په دوام کې او د امریکې او اسرائیلو په سپارښتنه شوې.

د اسټرالیا حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چي د لبنان حزب ا... غورځنګ یې د دې هیواد د ترهګرو په لیست کې راولي، د حزب ا... غورځنګ د یوې بیانیې په صادرولو سره ټینګار وکړ چي یاده فیصله او د اروپایي هیوادونو له لوري ورته فیصلې به د لبنان د وفاداره ولس په روحیې او شرافت باندې اثر نه وکړي.

بیانیه کې راغلې: د اسټرالیا دغه ناحقه پرېکړه به له خپل هیواد څخه د دفاع او د صهیونیستي رژیم د نیواک په وړاندې د حزب ا... د غورځنګ او د نورو مقاومتي ډلو په دریځ کې به بدلون را نه ولي.

د اسټرالیا دغه اقدام د امریکې او د اسرائیلو د فشارونو په پایله کې تر سره کیږي.

امریکا او اسرائیل په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چي د حزب ا... او د فلسطین د مقاومت ډلې محبوبیت راکم کړي.

 

 

 

ټیګونه