Nov 26, 2021 07:43 Asia/Kabul
  • د فلسطين مقاومت ډلو د حزب الله په خلاف د آسټرېليا اقدام وغندۀ

د فلسطين د مقاومت ډلو په بيله بيلو بيانيو کښې وويل: د لبنان د حزب الله غورځنګ په خلاف د آسټرېليا د حکومت اقدام د صهيونېسټ رژيم او په نړۍ کښې د دغه رژيم د استعمارګرانه ګټو په لړ کښې دے.

د صفا خبري آژانس د رپوټ له مخې د فلسطين د مقاومت ډلو پرون د آسټرېلياد حکومت د دغه اقدام د سخت غندلو ترڅنګه تاکيد وکړ دغه اقدام د صهيونېسټ رژيم په دباو سره ترسره شوے دے.

د فلسطين د مقاومت ډلو  همدارنګ مراکش ته د صهيونېسټ رژيم د جنګ د وزير بنی ګانټز وروستے سفر چې له اسرائيلو سره د تعلقاتو د جوړؤنکو رژيمونو د اخلاقي او ارزښتي  نسکورېدنې د اندازې ښودنه کوي وغندۀ.

فلسطيني ډلو د هغو ټولو ادارو او شخصيتون چې له غاصب صهيونېسټي رژيم سره د تعلقاتو له ټينګولو سره يې مخالفت کړےدے قدرونه وکړه.

د يادونې ده چې د آسټرېليا حکومت د تېرې شورو په ورځ د لبنان د حزب الله فوځي او سياسي څانګې د ترهه ګرو ډلو په لېسټ  کښې راوستلې.

امريکې او صهيونېسټ رژيم له کلونه کلونه مخکښې راهسې په لبنان کښې د حزب الله د محبوبيت د کمولو لپاره هلې ځلې شروع کړې دي.

 

ټیګونه