Nov 28, 2021 11:46 Asia/Kabul
  • د متحده عربي اماراتو قومندانانو د اسرائیلو له چارواکو سره کتلي

البوابه الاخباریه الیمنینه خبري سایټ نن راپور ورکړ د یمن سرچینو وویل د ملي مقاومت د ځواکونو په نوم د ځواکونو قومندان او په یمن کښې د متحده عربي اماراتو د لومړي لمبر کس طارق محمد صالح د اسرائیلو له افسرانو سره پټه کتنه کړي ده .

د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ ادارې موسا(Mossad) یوشمیر افسران د یمن «المخا »ساحلي ښار ته تللي دي او متحده عربي اماراتو ته د اړونده عناصرو له قومندان طارق محمد صالح سره یې یوشمیر غونډې کړي دي چې پکښې د متحده عربي اماراتو افسرانو هم ګډون درلود .

خبري سرچینو وویل دغه غونډې په سره(Red) سمندر کښې د صهیونیسټ رژیم د ګټو د تامینولو لپاره شوي او بل هدف په باب المندب اوبلارې کښې د شتون په هکله د صهیونیسټ رژیم د پخواني ارزو د تحقق د سریزو برابرول دي .

خبرو سرچینو ایشوا کړه پرون د مصر په شرم الشیخ ښار کښې یوه (۱) پټه غونډه وشوه او طارق محمد صالح د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې موسا له یوشمیر افسرانو سره کتنه او خبرې وکړې .

عفاش هڅه کوي وکولای شي د یمن د عبدربه منصور هادي استعفا شوی حکومت نسکور کړي او د هغه پرځای بل حکومت واک ته ورسوي چې د متحده عربي اماراتو او د صهیونیسټ رژيم له ملاتړه برخور ووسي .

د دا ‌ډول د حکومت د جوړیدا هدف دا دی چې وکولای شي په یمن کښې د صهیونیسټ رژیم د ګټو او په سیمه کښې د اسرائیلو د نفوذ د پراخولو په خدمت کښې وي .

متحده عربي امارات زیات کوشش کوي چې په یمن په تیره بیا د دغه هیواد په سټراټيژیک موقعیت لرونکو جزیرو او سواحلو سیمو او په تیره بیا په سقطری جزیرې کښې د صهیونیسټ رژیم دائمي شتون تثبیت کړي .

متحده عربي امارات تل د اسرائیلو یوشمیر ډلې د سیلانیانو په  پوښښ کښې سقطری جزیرې ته بیايي که څه هم اکثره کسان یې د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې موساد افسران او غړي دي .

څه موده مخکې متحده عربي اماراتو په عبدالکوري جزیرې کښې د صهیونیسټ رژیم له سمندري ځواک سره په ګډه یو (۱) پوځي مرکز جوړ کړ .

 

ټیګونه