Nov 29, 2021 14:43 Asia/Kabul
  • په سعودي کښې د ماشومانو په اعدامولو د بشري حقوقو د ادارو نيوکه

د بشري حقوقو د څارونکې ادارې په شمول نړيوالو حقوقي ډلو او تنظيمونو په سعودي کښې د ماشومانو د اعدامولو د احکام د اجرا په دوام نيوکه وکړه.

د العالم ټي وي چېنل د رپوټ له مخې سند نومې حقوقي ادارې نن وويل: د ماشومانو په اړه د سعودي په وحشيانه کارکردګۍ نړيوالې نيوکې دوام لري.

دغې ادارې دا خبره په ګوته کړه، د اعدام د احکامو د بدلولو په اړه د سعودي چارواکو د وعدو باوجود مصطفی دروېش چې لا اتلس کلنۍ ته نه ؤ رسېدلے په تېره جولائۍ کښې اعدام شو.

سعودي چارواکو مصطفی دروېش چې د هغو تورونو په وجه چې د هېواد د امنيت په خلاف وسله ايز اقدام، د امنيتي ځواکونود وژلو لپاره د يو ترهه ګريز بانډ د جوړول او د فتنې اچول يې بللي دي په تېره جولائۍ کښې اعدام کړ.

سند نومې د بشري حقوقو ادارې سعودي د بشري حقوقو د منشور په شمول د نړيوالو معيارونو په خلاف ورزۍ تورن کړ.

سعودي له هغو هېوادونو څخه دے چې د اعدام ترټولو زيات احکام پکښې جاري کيږي.

 

ټیګونه