Dec 01, 2021 13:45 Asia/Kabul
  • د امامین عسکرین د حرم خلاف د داعش پلان شنډ کړی شو

د عراق په سامرا کښې د امامین عسکریین علیهم السلام د سپيڅلي حرم او هلته د ګڼو خلکو د هدف ګرځولو لپاره د داعش ترهګرې ډلې طرحې ماتې وخوړله

د عراق په سامرا کښې د امامین عسکریین علیهم السلام د سپيڅلي حرم او هلته د ګڼو خلکو د هدف ګرځولو لپاره د داعش ترهګرې ډلې طرحې ماتې وخوړله

د عراق یو امنیتي چارواکي وویل چې د داعش ډلې ترهګرو نیت درلود چې په پراخو ترهګرو عملیاتو سره په سامرا کښې مذهبي ځایونه، بازارونه او عامه خلک په نښه کړي.

هغه زیاته کړه: داعش ډلې د دغو عملیاتو د ترسره کولو لپاره ټاکلې وه چې له چاودونکو موادو یو ډک ګاډي له (اسحاقي) سیمې څخه سامرا ته ورسوي.

د عراق امنیتي او پوځي ځواکونه د ترهګرو خلاف خپلو عملیاتو کښې په هغو ځايي اوسیدونکو تکیه کوي چې د داعش د عناصرو او د هغوي د تحرکاتو په هکله د معلوماتو په ورکولو کښې د دوي مرسته کوي.

عراق په ۲۰۱۷ کال کښې له داعش سره له درې کلن جنګ وروسته د دغې ترهګرې ډلې ماتې اعلان کړه خو د دغې ډلې تیت پرک عناصر لاهم د دیاله، کرکو، نینوا، صلاح الدین، الانبار او بغداد ولایتونو په ځینو برخو کښې ورانکاري فعالیتونه کوي.

 

ټیګونه