Dec 02, 2021 05:32 Asia/Kabul
  • د عربستان ائتلاف  په الحدیده کښې زرګونو خلاف ورزیانې کړي

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یمن کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د تحقیقاتو د بندولو لپاره د سعودي عربستان د هڅې خبر ورکړ .

ګارډین ورځپاڼې پرون  وویل  سعودي عربستان د ملګروملتونو په چارواکو باندې د دباو د راوستلو هڅه کوي چې په یمن کښې د بشري حقوقو تحقیقات بند کړي .

سعودي عربستان په بیلابیلو رودو سره کوشش  کوي په یمن کښې د بشري حقوقو د هرډول تحقیقاتو د ترسره کیدا مخه ونیسي .

بل خبر دا چې د یمن د پوځ د افسرانو د عملیاتو کوټې په تیر نوامبر میاشت کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا په الحدیده ولایت کښې د اوربند د څه د پاسه پینځه زره نهه سوه (۵۹۰۰) خلاف ورزیانو د ثبتیدا خبر ورکړ .

د یمن د پوځ د افسرانو د علمیاتو کوټې بیګا وویل د سعودي عربستان تیریګرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرې نوامبر میاشت کښې د یمن په الحدیده  ولایت کښې پینځه زره نهه سوه درې سوه درې دیرش (۵۹۳۳) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .

د یمن د پوځ د افسرانو د عملیاتو کوټې وویل د سعودي عربستان تیریګر ځواکونو او د دوې ګوډاګیان په ډول ډول سپکو او درنو وسلوسره د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې حملې کوي .

 

ټیګونه