Dec 04, 2021 06:09 Asia/Kabul
  • په يمن کښې د سعودي ائتلاف په نوي جنايت کښې شپاړس عامه کسان ووژل شول

د يمن المسيره ټي وي چېنل بېګا د دغه هېواد د تعز صوبې په مقبنه سيمې د سعودي د تيريګر ائتلاف د جنګي الوتکو په حمله کښې د لږ تر لږه شپاړسو عامه کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د دغه چېنل د خبر له مخې په وژل شويو کسانوکښې يو شمېر ماشومان هم شامل دي.

د يمني سرچينو د رپوټ له مخې په دغه سيمه باندې د سعودي تيريګر ائتلاف د جنګي الوتکو د الوتونو د دوام په وجه له ملبې څخه د وژل شويو کسانو د مړيو راوېستلو لپاره سيمې ته د امدادي ټيمونو رسېدلو امکان نشته.

دسعودي تيريګر ائتلاف جنګي الوتکو همدارنګ بېګا د صنعا په نړيوال هوائي ډګر او خواوشا سيمو دوه ځل بمبارۍ وکړې.

تر اوسه دغو بمباريو د احتمالي سر او مال تاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.

سعودي تيريګر ائتلاف په دې وروستيو هفتو کښې په ځلونو د يمن په مختلفو صوبو کښې په استوګنو سيمو په ځلونو حملې کړې دي.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.

 

 

ټیګونه