Dec 04, 2021 17:09 Asia/Kabul
  • امریکا هماغه راز د یمن په جنګ کې د عربستان شریکه

عربستان او متحدان یې په داسې حال کی د یمن بمبارولو ته دوام ورکوي چی د امریکا او لویدیځو له ملاتړ او مرستې برخمن دي

 

د عربستان په مشرۍ د ایتلاف د عسکرو په وسیله د یمن بمبارول په داسې حال کی دوام لري چی د امریکا او لویدیځو هیوادونو له بشری دوستانه شعارونو سره سره  دغه هیوادونه د یمن د خلکو پرضد په جنایتونو کې د عربستان ملګرتیا کوي . په دې لړ کی  د امریکا د کانګرس غړې روکانا او د سنا غړې برنی سینډرز په یوه بیانیه کې اعتراف وکړ عربستان د امریکا په مرسته په یمن بمبارۍ کوي .

دغو دو کسانو د دې خبرې په کولو سره چی په یمن کې د عربستان لاس وهنه او د سعودیانو جنګ رامینځته کونه په نړۍ کې د سترې انسانی غمیزې سبب شوی ، د یمن د جنګ د ختمولو او ددغه هیواد د کلابندۍ د پاې لپاره په عربستان د امریکا دولت د دباو غوښتنه کړی ده .

یمن پرضد د عربستان جنګ چی له ۲۰۱۵ کال پیل شوی دی په داسې حال کې هماغه راز دوام لری چی دغه جنګ غوښتنې تراوسه د سلګونو یمنیانو د مړینې او ژوبلې او همداراز د څه د پاسه  ۴ میلیون کسانو د کډوالیدا سبب شوی دی . د عربستان پوځی تیری همدارازد یمن څه د پاسه ۸۵ فیصده بیخ بینایی تباه او دغه هیواد یې د خوراکی او درملو موادو له کمښت سره مخامخ کړې دې .

په بشر دوستانه چارو کې د ملګروملتو د عمومی منشی مرستیال مارتین ګریفیتس په یمن کې د انسانی وضعیت غمیزناک بللې او ویلی یې دي یمن په نړۍ کې تر ټولو بدترینه انسانی کړکیچ سره مخامخ دې .

عربستان او متحدان یې په داسې حال کی د یمن بمبارولو ته دوام ورکوي چی د امریکا او لویدیځو له ملاتړ او مرستې برخمن دي . دا په داسې حال کی دي چی د بایډن دولت څه موده مخکې د یمن د جنګ د ختمولو ژمنه ورکړه او سعودیانو ته د یرغلیزو وسلو د سپارلو د مخنیوی ادعا یې وکړه . خوله خپلو ژمنو سره سره سعودیانو ته د وسلو د ورسپارلو او سیاسی زمینو کې د امریکا ملاتړونه او مرستې دوام لري . ګاردین ورځپاڼې په دې زمینه کې ولیکل د بایدن دولت په خپلو ژمنو عمل ندې کړې او د یمن کړکیچ هماغه راز دوام لري .

حاضر دمه امریکایی دفاعی ټیکه داران سعودی الوتکو ته د مرسته رسونې په زمینه کې چی په دغه جنګ بوخت دي ، دوام ورکړی دې . امریکا تازه په سعودیانو د نویو تسلیحاتو خرڅول اعلان کړی دی . شمیرنې ښی چی له ۲۰۱۵ راهیسې د امریکا او عربستان ترمینځ د وسلو لاسلیک شوی تړون ۲۸ میلیارډ او ۵۰۰ میلیون ډالره دی چی پکې شل تړونونه چی یومیلیارډ او دوه سوه میلیون ډالره ارزښت لری ، د بایډن په حکومت کې لاسلیک شوي دي . له ریاض د امریکا له ټولو ملاتړونو سره سره سعودی ایتلاف هماغه راز په جنګ کې درندې ماتې خوري .

د نړیوالې روغتیا او یونیسیف په شمول له ملګروملتو سره اړونده اورګانونه په ځلونو خبرداري ورکوي چی په یمن د تیری ګرو د حملو له امله د دغه هیواد خلک له انسانی غمیزې او کاختۍ سره مخامخ دي . له دې سره سره چی یمن په خپل ټول توان سره د تیری ګرو په وړاندې دریدلې دې خو په دغه هیواد کې اقتصادی شرایط ښه ندي . په ډیرو سیمو کې خلک له بې وزلۍ او ناروغیو سره لاس و ګریوان دي . د کرونا ناروغۍ او درملو ته اړتیا د دغه هیواد ډیر ښاریز له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي او د نړیوالو راپورونوله مخې په دغه هیواد کې په میلیونونو خلک له کاختۍ سره یو ګام واټن لري .

په داسې شرایطو کې د امریکا د کانګرس دو غړیو د یمن په جنګ کې له عربستانه په ملاتړ کې د بایډن د سیاستونو  په دوام داعتراض په ترڅ کې د هغه د دوام په نسبت خبردارې ورکړې دې . هغه خبردارې چی داسې نه ښکاری په عمل کې کومه نتیجه ولرلې شی او دغه خونړې او نابرابره جنګ ختم کړې شی .

 

 

ټیګونه