Dec 06, 2021 07:43 Asia/Kabul
  • له حزب الله څخه د لبنان د ولسمشر ملاتړ

د لبنان ولسمشر اعلان وکړ چي حکومت یې له حزب ا... څخه ملاتړ کوي ځکه چي هغوی تل په خپلو ژمنو عمل کړي دي.

د لبنان ولسمشر میشل عون د الشرق له ورځپاڼې سره په مرکه کې دې ادعا ته په ځواب کې چي حزب ا... له عربو هیوادونو سره د لبنان د اړیکو کې اساسي خنډ دی، وویل: لبنان کورني ثبات ته ضرورت لري او په دې لړ کې حزب ا... ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلي او په خپلو ژمنو عمل کړی دی.

میشل عون قطر د لبنان د ولس ملګری وباله او ویې ویل: قطر یوازنی هغه عربي هیواد دی چي موږ سره یې د ورورګلوی او د ملګرتیا په چوکاټ کې معنوي او سیاسي مرستي کړي دي.

د لبنان د اطلاع رسوني د مخکني وزیر جرج قرداحي تر وېناو وروسته په لبنان او عربي هیوادونو کې د رامینځ ته شوی کړکېچ په اړه وویل: له دغو ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لاره رغنده خبري اتري او د ډیپلماټیکو اړیکو بیارغونه ده.

عون د لبنان او صهیونیستي رژیم تر مینځ د سرحدي لانجو په هکله وویل: موږ موافقه وکړه چي امریکا د صهیونیستي رژیم او د لبنان د سمندري سرحداتو د تعینولو په مذاکراتو کې د ناظر رول ولوبوي، په دې زمینه کې څو ناستې هم تر سره شوې، دواړو لورو خپل وړاندیزونه مطرح کړي او تر خبرو اترو وروسته داسي یوې موافقې ته رسیږو چي ټوله ورڅخه خوشحاله وي.

د لبنان ولسمشر وویل: لبنان له سیمي بهر هیواد نه دی او د عربي هیوادونو له بدلونونو او پیښو څخه اغېزمنېدایشي، په لبنان کې په ټولو پرګنیو فشارونه موجود دي، دا یوازې په لبنان پوري محدوده نه دی، د سیمي اکثره هیوادونه د بهرنیانو له فشار سره مخ دي.

د لبنان او د ځینو عربو هیوادونو تر مینځ لانجې هغه مهال زیاتي شوې چي د دې هیواد د اطلاع رسونې مخکنی وزیر جرج قرداحي په یمن باندې د سعودي د ائتلاف د یرغل د ختمېدو غوښتونکی شو.

 

ټیګونه