Dec 06, 2021 15:35 Asia/Kabul
  • په سورئې کې د حکومت له غږملتیا پرته د بهرنیوعسکروشتون نیواکګري ده

د سورئې دخارجه وزیر سفر به داسې حال کې شوی ، چې په سورئې کې د ایران د تجارتي  چارو یو تر ټولو ستر نندارتون دخلکو نندارې ته وړاندې شوی  دی .

زمونږخبریال د تسنیم خبري آژانس له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په دې خبرې سره چې په سورئې کې د  دبهرنيو عسکور شتون چې دد مشق له حکومت سره  له غږملتیا پرته ترسره شوی ، محکوم کوو ،ووئيل ، د سورئې په وړاندې د ځینو عربو او اروپائي هیوادونو په بهرنی سیاست کې بیا کتنه ښه ګام ګڼو او په دمشق کې د ځينو سفارتونو دپرانیستې هرکلی کوو.

د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان  نن په تهران کې د سورئې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره له لیدوکاتو وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې  په دې خبرې کولو سره چې د دوو اړخیزو اړیکو  په باب مو ښې او مخ په وده خبرې اترې درلودلي، چې په اقتصادي حوزې او همداراز پر جامعو اړیکو تمرکز  لرو ، ووئيل ،  د دواړو هیوادونو اړیکې سټراټژيکې او غوره دي .

 هغه دې ته په اشارې سره چې نن  مو د دوواړخیزو مختلفو مسئلو په باب خبرې کړي ، زیاته کړه ،د سورئې دخارجه وزیر سفر به داسې حال کې شوی،چې په سورئې کې د ایران د تجارتي  چارو یو تر ټولو ستر نندارتون دخلکو نندارې ته وړاندې شوی  دی .

 د ایران خارجه وزیر په دوام کې ووئيل ، ایران  په سورئې کې د بهرني ځواک شتون چې د دمشق دحکومت له غږملتیا پرته ترسره شوی ،محکوم کوو ،البته دمشق ته په همداوروستیو اونیو کې د ځينو عربو او اروپائی هیوادونود  استازو تګ راتګ  او د دوي په بهرني سیاست کې د بیا کتنې او همداراز په دمشق کې  دځينو سفارتونو د پرانیستل کیدا هرکلی کوو .

امیر عبداللهیان  همداراز ووئيل ،  دافغانستان په باب هم مفصلې خبرې شوي  او په افغانستان کې د دټول شموله حکومت د جوړیدا دضرورت په باب  هم یو شان نظر لرو.

د ایران خارجه وزیر  دخپلو څرګندونو کې په یوې برخې کې هیله وښودله چې په نزدې راتلونکي کې به د ایران او سورئې د ولسمشرانو لیده کاته  او دځينو موافقو  کتونکي شو .

د سورئې خارجه وزیر فیصل مقداد هم په دغه  کنفرانس کې ووئيل په دغه سفر کې د دوو اړخیزو اړیکو او همداراز د افغانستان او عراق د وروستیو بدلونونو په باب هم مفصلې مشورې او خبرې اترې وشوې ،  البته هغه څه چې د مونږ لپاره ډير مهم دي ، دوه اړخیزې اړیکې او راشه دیرشه دي مو نږ دلچسپي لرو  چې دغه اړیکې په تر ټولو لوړه ممکنه سویه  وي . د ایران او سورئې ملتونه او رهبران ئې  د اړیکو له پراختیا سره  لازیاته ګروهنه لري .

دسورئې خارجه وزیر  ددې خبرې په کولو سره چې پر سورئې د اسرائيلو حملې  بې ځوابه نشي پاتیکیدلی ،ووئيل مونږ هره ورځ  دغو حملو ته د ځواب ورکولو په حال کې یوو ، هغه کسان چې پر سورئې حملې کوي ،د سورئې دښمنان دي  او  د ترهه ګرو ملاتړ کوي ، اسرائيل نن سبا  دغه کار ته مخه کړې ده ، ممکنه ده  زمونږ  د نن ورځې ځواب له سبا سره  او د  له پرون سره د نن له ځواب سره فرق ولري . او اسرائيل ډې هیره نه کړي  چې ممکنه ده  سوریه  ددغه شان حملو له حقه تیر شي ،  خو ددغې موضوع اصل به له یاده ونه باسي .  او د سورئې د نن ورځې د ځواب دې ناسمه محاسبه  هم نه کوي  او هیڅکله به دغه حملې بې ځوابه پاتې نشي .  مونږ  د پراختیائی هیوادونو پشمول درستو هیوادونو ته  بلنه ورکوو ، چې د بندیزونو په باب دې خپله چپتیا ختمه کړي  دغه بندیزونو ، بې وځله  او کمزوري  خلک  په نښه کوي ، مونږ غواړو  ، بندیزونه زرترزره  ختم شي .

 

ټیګونه