Jan 13, 2022 16:13 Asia/Kabul
  • په ویانا کې د موقتي موافقې بحث د ایران په سیاست کې هیڅ ځاي نه لري

د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  خبرواترو اتم پړاؤ  د دسمبر په اوه ویشتمه نیټه د مرستیال خارجه وزیرانو په سویه  په ویانا کې پیل شوي او  وئیل کیږي ، چې   یوې حساسې مرحلې ته رسیدلی دي .

زمونږخبریال راپور راکړ ،دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اوملی امنیت د کمیشن مشر وحید جلال زاده   دخبریالانو په ټول کې  ووئیل اروپایان او امریکایان باؤري دی  چې که  په یوه لنډ وخت کې دامی او بشپړ موافقې ته ونه رسیدل شو ، نو دا قضیه  دیوې موقته موافقې په عنوان سره  په یوه ګام کې تعریف  کوو .خو داسې هیڅکله هم نشي کیدلی .ځکه د ایران داسلامی جمهوریت  سیاست اصلا ، دموقته موافقې پر چورلیز  نه دی ولاړ  او په یوې دایمي او رغنده موافقې پسې دی .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  هم  په ویانا کې د بندیزونون د لغوه کیدا په باب د نړیوالې ایټمي موافقې  د  لورو ترمینځ دخبرواترو په باب په دې خبرې په ټینګار سره چې  خبرې اترې په ښه لور روانې دي،ووئيل،په ښه نیّت سره،یوې ښې موافقې ته د رسیدا لپاره لازمه اراده لرو او که  لویدیځوال لوری هم دغه ښه نیّت او اراده ولرل شي،نو ښه موافقه انځورولی شو .

د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  خبرواترو اتم پړاؤ  د دسمبر په اوه ویشتمه نیټه د مرستیال خارجه وزیرانو په سویه  په ویانا کې پیل شوي او  وئیل کیږي ، چې   یوې حساسې مرحلې ته رسیدلی دي .

 

ټیګونه